لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان کې د زراعت د محکمې دوه افسران نامعلومه کسانو تښتولي


د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل کلاچي سیمه کې د زراعت محکمې دوه افسران نامالومو کسانو تښتولي چې پکې د ټانک ضلعې د زراعت د محکمې مشر او.مرستیال مشر شامل دي.

د ډېره اسماعیل خان پولیس او د زراعت محکمې د دې پېښې تايید کړی او ويلي يې دي پرون د مې په شپږمه نېټه کلاچي تحصیل سیمه کې د زراعت له دفتر نه د محکمې دوه افسران تښتول شوي دي.

تراوسه پورې د کسانو تښتولو زمه واري چا نه ده منلې.

د زراعت محکمې چارواکو وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي تښتول شوو افسرانو کې د ټانک ضلعې د زراعت محمکمې مشر ډایریکټر حسېن احمد او د ضلعې د زراعت محکمې مرستیال مشر ډپټي ډايریکټر محمد شاهد شامل دي.

ويل شوي دوی د صوبایي حکومت په حکم کلاچي سیمې ته د غنمو، لمر ګلونو او نورو ولاړو فصلونو جاج اخستو د پاره ورسته له هغې تلي وو چې حکومت په دغو سیمو کې د فصلونو جاج اخستو د پاره 27 اپریل نه انکوایري جوړه کړه وه.

کلاچۍ د ډېره اسماعیل خان ښار نه نزدې 40 کلو میټره لرې سویل لويدیځ او ټانک ضلعې سره جوخته پرته سیمه ده او په ورستیو کې دغلته په امنيتي عسکرو یو شمېر بریدونو سره، امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد ګڼ هدفي عملیات ترسره کړي دي.

د دغو زیاتو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي.

د ډېره اسماعیل خان ضلعې د پولیسو مشر (ډي پي او) عبدالروف قیصراني دفتر چارواکي وایي په سيمه کې پراخه عملیات پېل شوي دي. چې پکې د پولیس ترڅنګ د پاکستان پوځ عسکر برخه اخلي او زر به تښتول شوي کسان د تښتوونکو د منګلو نه خوشي کړي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې په دې ورستیو کې په امنیتي ځواکونو باندې بربدونو کولو ترځنګ د ځایي خلکو د هدفي وژنو، قلنګ غوښتلو او د تښتولو پېښې چټک شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG