د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان د احتساب قامي ادارې [نېب] عدالت ته وړاندې کړی شوی او د نوموړي د 14 ورځو د جسماني ريمانډ خواست شوی دی، د ځايي مطبوعاتو ترمخه د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو بل مشر اسدعمر په اسلام اباد کې نيول شوی دی.
عمران خان پرون د القادر ټرسټ د غبن په قضيه کې نيول شوی وو، پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان د نيولو ضد د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړي دي.
د اې اېف پي د خبر ترمخه د پنجاب پولیسو په صوبه کې د 945 پورې کسان د وراني جوړولو په تور کې نيولي دي، د پنجاب پوليسو ویلي د تحريک انصاف د احتجاجونو په وخت د پوليسو 130 پورې چارواکو ژوبل شوي دي.
راپورونه وايي عمران خان د اسلام اباد په پوليس لاينز کې د نېب د عدالت جج محمدبشير ته وړاندې کړی شوی دی، او عدالت ته د مخکني وزيراعظم د 14 ورځو د جسماني ریمانډ خواست شوی دی.
راپورونه وايي نن سهار وختي د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو بل مشر او د پنجاب صوبې مخکنی ګورنر عمر سرفراز چيمه هم نيول شوی دی، ويل شوي چيمه د غبن ضد ادارې نيولی دی.
ويل شوي په سوات کې هم د پاکستان تحریک انصاف ځينې غړي نيول شوي دي.
د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان د نيولو وروسته په ټول هېواد کې د پرون راهسې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په احتجاجونو کې يو تن وژل شوی او ګڼ شمېر حکومتي او پوځي ودانيو ته يا اوور اچول شوی او يا مات ګوډ کړل شوي دي.
د تشدد ډکو احتجاجونو کې په کوټه کې يو مظاهره کوونکی وژل شوی او د خبريالانو په ګډون شپږ کسان ژوبل شوي دي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند نن هم په ملک کې د احتجاجونو اعلان کړی دی.
خېبرپښتونخوا کې د تعليم وزارت په صوبه کې نن د لسمې مې نه تر 13 مې پورې د تعليمي ادارو بندولو او صوبه کې د روانو امتحانونو ځنډولو اعلان کړی دی.
د خېبرپښتونخوا د ايليمنټري او سيکنډري اېجوکېشن محکمې په اعلامیه کې ویلي، په صوبه کې به د نن د لسمې مې نه تر 13 مې پورې ټولې سرکاري او شخصي تعليمي ادارې بندې، او د نهم او لسم ټولګي امتحانونه ځنډول شوي دي.
پنجاب صوبه کې په تعليمي ادارو کې نن د امتحاني پرچو ځنډولو ویل شوي دي.
د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله پرون ویلي، عمران خان د قانون ترمخه د نېب ادارې د غبن په قضيه کې نيولی، او د احتجاجونو په اړوند یې ويلي وو د وراني جوړوونکو پرضد قانوني کارروايي کولی شي.