لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېټلي د چین سره د خپلې سرمایه کارۍ په معاهدې له سره غور کوي


د اېټلي پخوانی وزیراعظم جوزېپې کونتې او د چین صدر شي جن پنګ (کال ۲۰۱۹)
د اېټلي پخوانی وزیراعظم جوزېپې کونتې او د چین صدر شي جن پنګ (کال ۲۰۱۹)

واشنګټن - اېټلي د چین سره د سرمایه کارۍ د یو متنازعه تړون په نوي کولو باندې نظر ثاني کوي کوم چې د سي پېک په شان ده. د اېټلي یوې ځایي رسنۍ خبر ورکړی چې د چین او د اېټلي خارجه وزارتونو چاراکو د مې میاشتې په پنځمه نېټه په روم کې د بېلټ اېنډ روډ اېنشټیټو په تړاو معاهدې باندې خبرې کړي دي او د روان کال په فبروري کې هم کله چې د چین خارجه وزیر وانګ یي ايټلي ته تللی و، نو د دوو ملکونو ترمنځ په دې باب خبرې شوې وې.

بېلټ اېنډ روډ د چین یوه عالمي منصوبه ده چې په پاکستان کې یې یوه برخه د سي پېک یا د چین او پاکستان د راهدارۍ په نوم یادیږي.

د اېټلي د حکومت یو جګپوړي حکومتي چارواکي روئټرز خبري ادارې ته ویلي دي چې ډېر زیات امکان شته چې ملک د چین سره خپل دغه تړون ونه غځوي، مګر د بجېنګ سره د لا زیاتو خبرو دپاره وخت ته ښایي اړتیا وي. د جاري تړون موده د آینده کال په اوایلو کې ختمېدونکې ده.

چین او اېټلي د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې کله چې د چین صدر شي جن پنګ روم ته سفر کړی و، د یو پنځه کلن مفاهمتي یادداشت په لاسلیکولو سره دا معامله پرځای کړې وه. دې سره اېټلي د نړۍ د اوو پرمختللو اقتصادي قوتونو له ډلې څخه یوازېنی ملک شو چې د چین عالمي منصوبې (بېلټ اېنډ روډ) کې شامل شو. مګر د اېټلي چارواکو روئټرز ته ویلي چې تر اوسه دا منصوبه د اقتصادي مفاداتو دپاره د څه قسمه امیدونو په راپیدا کولو کې پاته راغلې ده.

د اېټلي اوسنی وزیراعظمه جورجا مېلوني تېر کال ویلي و چې په اېټلي او یورپ کې د چین د وسعت افزایۍ ملاتړ نه کوي
د اېټلي اوسنی وزیراعظمه جورجا مېلوني تېر کال ویلي و چې په اېټلي او یورپ کې د چین د وسعت افزایۍ ملاتړ نه کوي

په دې کې د اېټلي داخلي سیاستونه هم خپل کردار لوبوي. وزیراعظمه جورجا مېلوني وړاندې تر دې چې تېر سپټمبر میاشت کې واک اختیار ته ورسیږي، د چین او اېټلي ترمنځ په دې معامله یې تنقیدونه کړي و. مېرمن مېلوني تېر کال د روئټرز سره په یوه مرکه کې ویلي و چې: "زما له اړخه هېڅ داسې سیاسي عزم نشته چې په اېټلي او یا یورپ کې دې د چین د وسعت افزایي طرفداري وکړم."

د اېټلي پخوانی وزیراعظم جوزېپې کونتې امید څرګند کړی و چې د چین سره دا معامله به د اېټلي اقتصاد پیاوړی کړي او چین ته به یې برامدات سېوا کړي. که څه هم اېټلي ټینګار کولو چې دا صرف یوه تجارتي معامله ده، مګر دې تړون د اېټلي د اتحادیانو، لکه امریکا، فکرمندۍ راوپارولې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG