په پاکستان کې د روان سیاسي اړي ګړي اؤ اقتصادي کرکیچ له امله د ډالر نرخ نور هم لوړ شوی او په دوؤ ورځو کې د ډالر په بیعه کې 14 روپۍ اضافه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د روان اقتصادي کړکیچ له امله نړیوالې ادارې دپاکستان داقتصادي سقوط اندېښنې ښایي خو دپاکستان د خزانې وزیر وایي چې پاکستان د ستنونکو پیسو تابیا له مخکې کړې ده اؤ هیواد به نه دیوالیه کیږي.
د شورو/چهارشنبې په ورځ دپاکستاني روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ 8 روپۍ اؤ 78 په بره تللی دی اؤ یو ډالر په 299 روپۍ تبادله شوی چې دا دپاکستان په تاریخ کې د ډالر تر ټولو لوړه بیعه ده.
څېړونکي د ډالر نرخ کې ددې پریمانه اضافي علتونه دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیول کیدو سره رامنځته شوی سیاسي صورتحال اؤ په 17مئ د ایي ایم ایف داجرایه بورډ دکیدونکې غونډې ایجنډه کې دپاکستان دمعاملې نه شاملول ښایي.
د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پیسو د تبادلې دسازمان له خولې رسنیو ویلي چې د پاکستاني روپۍ ارزښت د ډالر په مقابله کې 8 روپۍ اؤ78 پیسې غورځیدلی اؤ ډالر 299 روپو ته رسیدلی دی.
تر دې وړاندې د چهارشنبې یا شورو په ورځ د ډالر بیعه کې 5 روپۍ اؤ 38 اضافه شوې وه اؤ نرخ یې 290 روپو ته رسیدلی ؤ.
دپاکستان ډان ورځپاڼې دپیسو دتبادلې داتحادیې دمشر ملک بوستان له خولې لیکلي چې د ډالر دختلو وجه دعمران خان له نیول کیدو وروسته رامنځته شوی سیاسي صورتحال دی.
هغه ویلي که چرې حکومت په حالاتو قابو ونه موندله نو د پاکستاني روپۍ ارزښت به نور هم راپریوځي.
ملک بوستان ویلی په 17م مئ دایي ایم ایف داجرایه بورډ غونډه کېدونکې ده اؤ دهغې په ایجنډه کې هم پاکستان ته دپور دپیسو ورکولو معامله نه ده شامل کړل شوې چې دې سره دپاکستان د دیوالیه کیدو یا سقوط اندېښنې زیاتې شوې دي اؤ دا هم د ډالر په نرخ کې داضافې علت ستر علت دی.
خو دپاکستان دخزانې وزیر اسحاق ډار ویلي چې ایي ایم ایف که پاکستان ته پیسې ورکړي اؤ که نه خو پاکستان به نه دیوالیه کیږي.
د زیارت په ورځ اسلام اباد کې دپاکستان داقتصادي چیلنجونو په عنوان راجوړې شوې یو غونډې ته وینا کې اسحاق ډار ویلي پاکستان دایي ایم ایف ټول شرطونه پوره کړي اؤ دتړون لپاره یې کوټلي ګامونه اخستي دي.
هغه ویلي که ایي ایم ایف د مامورینو په کچه د تړون لپاره نور وخت اخستل غواړي نو اخستی یې شي، پاکستان به مئ اؤ جون کې د3.7 اربو ډالرو ادايیګیاني پخپل وخت کوي اؤ ددې پیسو انتظام به وشي.
هغه ویلي نړیوالې ادارې باید دپاکستان د دیوالیه کیدو خبرې ونه کړي ځکه چې دوستو هیوادونو پاکستان سره دمالي همکاریو ژمنې کړې دي اؤ دا ژمنې به زر پوره شي.
هغه وویل پاکستان ته چې تر دسمبر میاشتې پورې څومره پیسې ستنول یا ورکول دي دهغې تابیا یې کړې ده.
دخزانې وزیر دهیواد د نه دیوالیه کیدو دا ډاډ په داسې وخت کې څرګند کړی چې تېره ورځ اسټیټ بینک پخپل رپورټ کې ویلي چې په 5م مئ ختمه شوې اوونۍ کې دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیره کې د5.28 کروړو ډالرو نور کموت هم رامنځته شوی دی.
اسټيټ بینک پخپل رپورټ کې ویلي دهیواد د زدمبادلې ټولې ذخیرې تر5م مئ9.99 اربه ډالر وې چې دې کې داسټيټ بینک ذخیرې7.38 کروړه ډالر کمې شوې اؤ اوس4.38 اربه ډالر پاتې شوې دي.
د اسیټیټ بینک د رپورټ له مخې دکاروباري بینکونو ذخیزې بیا 2.1 کروړه ډالر سیوا شوي اؤ5.60 اربو ډالرو ته رسېدلي دي.