لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکیې انتخابات: د مې په ۲۸مه به اردوان او قلېچداراوغلو په دویم دور کې مقابله کوي


واشنګټن - د ترکیې د اتوار/یکشنبې ورځې په صدارتي انتخاباتو کې هېڅ یو کاندید دومره رایې ونه ګټلې چې انتخابات وګټي او صدر وټاکل شي. اوس به د دې انتخاباتو د دوو مخکښو کاندیدانو، رجب طیب اردوان او کمال قلېچداراوغلو ترمنځ د مې میاشتې په اته ویشتمه (۲۸) یو ځل بیا انتخابات ترسره شي.

په اول دور کې که څه هم اردوان تر نورو زیاتې رایې وګټلې (۴۹.۵ فیصد) مګر بیا هم پنځوس فیصده یې پوره نکړل چې صدر وټاکل شي.

رجب طیب اردوان په پایتخت انکارا کې خپلو پلویانو ته وویل: "بغیر د شک، کامیابي زمونږ د ملک په نصیب شوې ده." هغه یقین څرګند کړ چې په دویم دور کې به انتخابات وګټي. د هغه رقیب، کمال قلیچداراوغلو هم وویل چې هغه به "بالکل دویم دور وګټي."

د ترکیې د انتخاباتو سپریم بورډ مشر احمد ینیر وویل چې د ګل/دوشنبې په ورځ اکثریت رایې وشمېرل شوې او دې سره اردوان نهه څلوېښت نیم (۴۹.۵) فیصده او قلیچداراوغلو پنځه څلوېښت (۴۵) فیصده رایې وګټلې. د ینیر وینا وه چې درېیم امیدوار، سینان اوګان پنځه اعشاریه دوه (۵.۲) فیصده رایې ګټلي دي.

د انتخاباتو د ادارې مشر زیاته کړه چې لا هم ځیني رایې ندي شمېرل شوي، مګر هغه که وشمېرل هم شي او ټوله یې د اردوان په حق کې هم وي، دومره نه دي چې اردوان ورباندې پنځوس فیصده پوره کړي.

د ترکیې په انتخاباتو کې څه باندې څلورشپېته (۶۴) میلینه خلک د ووټ ورکولو حق درلود چې په کې ځیني د ترکیې نه بهر ووټونه ورکړل. په دې انتخاباتو کې د رایې ورکوونکو شمېر زیات و اته اتیا اعشاریه اته (۸۸.۸) فیصده کسان چې د رایې حق یې درلود، خپل ووټونه یې استعمال کړل.

د یورپي کمېشن مشرې اورسولا فون ډېرلېن، ترکي ووټرانو ته د دغه زیاتې شرحې له امله مبارکي وویله.

د اتوار/یکشنبې ورځې د انتخاباتو نه وړاندې، په ګڼ شمېر سروې ګانو کې څرګنده شوې وه چې قلیچداراوغلو به مخکې وي. هغه خپلو پلویانو ته وویل چې مایوسي دې نه کوي او بیا ځلي به سره اودریږي او انتخابات به وګټي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ په ترکیه کې د صدارتي انتخاباتو ترڅنګ، پارلېماني انتخابات هم وشول. په دې برخه کې د صدر رجب طیب اردوان عدالت او ترقي ګوند د خپلو اتحادیانو سره یوځای، د قامي اسمبلې د شپږ سوه چوکیو نه درې سوه و دوه ویشت (۳۲۲) چوکۍ ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG