لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین له روسه ځینې سیمې بیرته نیولې دي، د امریکې کانګرس د روسي یرغل د مخنیوي لپاره قانون سازي کوي


واشنګټن ـــــ د اوکراین د دفاع وزارت وایي ځواکونو یې د هېواد په ختیځه برخه کې بخموت ښار ته نیژدې له ډېرو سیمو روسي ځواکونه پر شا کړي دي او بیرته یې خپله خاوره ترې نیولې ده او پر کیف د روس تازه بریدونه یې ناکامه کړي دي.

بل پلو د امریکې د کانګرس غړي د یو قانون جوړولو ته تیار شوي دي چې پکې به له صدر جوبایډن څخه غواړي یو داسې عدالتي ټریبیونل دې جوړ کړي چې د روس خلاف په اوکراین باندې د یرغل مقدمه وچلوي.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې ګانا ملیار پر ټولنیزو رسنیو په خپاره کړي بیان کې ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې اوکرایني ځواکونو د بخموت ښار په جنوبي او شمالي څنډو کې شاوخوا 20 کیلومیټره مځکه له روسي ځواکونو خالي کړې ده.

خو مېرمن ملیار دا هم ویلي چې روسي ځواکونو په بخموت ښار کې دننه تر ځینو سیمو پورې پرمختګ کړی او هڅه کوي چې نیول شوې سیمې په بشپړه توګه په بمبارۍ تباه کړي.

د رپوټونو له مخې د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو چارو کمېټې ووټونه به د دې قانون جوړولو ته لاره برابره کړي چې بیا په استازو اېوان کې ورباندې پوره رایې واچول شي او دا د کانګرس د دواړو ګوندونو د هڅو برخه ده چې غواړي نړیواله ټولنه له روس سره د جګړې حساب وکړي.

د روان کال په پیل کې د ډیموکرېت ډیک ډربین او ریپبلکن لینډسي ګراهم په مشرۍ د سنېټرانو یوې ډلې له صدر بایډنه وغوښتل په اوکراین کې دې د روس د جنګي جرمونو په اړه د جرمونو د نړیوال عدالت (ای سي سي) د پلټنو ملاتړ وکړي.

د قانون لپاره دا رایې تر هغه څو ګنټې وروسته اچول شوې دي چې اوکراین د امریکې د پېټریات میزایل سیسټم په وسیله په کیف کې د روس د هایپرسونیک میزایلو حمله ناکامه کړې ده.

د ډیموکرېټ ګوند سنېټرې جین شاهین وي او اې ته وویل، دا د اوکراین د ملاتړ لپاره د امریکې د هڅونې نخښه ده، هغه وایي "اوکراین د امریکې او زموږ مرستې ته اړتیا لري چې د روس د پرله پسې بریدونو مخه ونیسي چې موږ یې وینو په اوکراین کې د عامو خلکو ابادۍ ته لوی تاوان رسېږي".

د روس ځانګړی امنیتي ځواک واګنر چې په بخموت ښار کې په جګړه بوخت دی مشر یې یوګیني پریګوژین تېره اوونۍ په یو ویډیویي پیغام کې خبردار ورکړ، چې د وسلو د کموالي له کبله به ځواکونه له بخموت ښاره وباسي.

خو تر دغه پیغام یوه ورځ وروسته پریګوژین وویل، چې روسي چارواکو ژمنه کړې، د دغې ډلې لپاره د اړتیا وړ ګوله بارود او وسلې برابرې کړي.

د واګنر ډله او په ځاګړي ډول یوګیني پریګوژین د لسګونو زرو وسلوالو په ګومارلو سره د اوکراین په جګړه کې یو څرګند رول لوبولی دی.

روس دوې ورځې مخکې وویل چې د اوکراین په ختیځ کې د بخموت ښار د جګړې کرښو ته نیژدې یې د پوځ دوه قومندانان وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG