لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال عاصم منیر:د نهم مئ د پېښو ذمه واران به د انصاف محکمې ته راکش کولی شي


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ویلي پاکستان کې د وروستي اړي ګړي ذمه واران به دانصاف محکمې ته راکش کولی شي.

دچهارشنبې یا شورو په ورځ دسیالکوټ د پوځي مرکز څخه دلېدنې په مهال ښاغلي جنرال منیر ویلي په نهم مئ دیوې منصوبې لاندې داړي ګړي دردونکې پېښې رامنځته شوې وې اؤ تر دې وروسته به دداسې پېښو اجازت نه ورکول کیږي.

دپوځ دمطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار دبیان له مخې په دې سفر کې جنرال منیر دپوځي شهیدانو په قبرونو دګلونو ګیډۍ ایښې دي اؤ ویلي یې دي بیا به څوک پرې نه ښودل شي چې دشهیدانو دیادګارونو سپکاوی وکړي.

په 9م مئ پاکستان کې دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیول کیدو پرضد دهغه دګوند پاکستان تحریک انصف پلویانو له قهره ډک احتجاجونه کړي وؤ اؤ دولتي اؤ پوځي ودانیو ته د اورونو اچولو ترڅنګ یې دپوځي شهیدانو یادګارونه هم رانړولي وؤ.

خو عمران خان تور لګولی چې داحتجاج پرمهال دهغه دپلویانو منځ ته استخباراتي ایجنسیو خپل کسان ورخوشې کړي وؤ اؤ دهغه دګوند بدنامولو لپاره دا اړی ګړی دایجنسیو خپلو خلکو کړی دی.

دایي ایس پي ار بیان کې ویل شوي،پوځي مشر وویل د9م مئ په توره ورځ چې کومو خلکو قام دشرم سره مخ کړی هغوئ به د انصاف په محکمه کې ودرولی شي.

هغه ویلي چې پوځ خپل پام دمسکي مهارتونو ترڅنګ کورنیو اؤ بهرنیو چیلنجونو ته اړولی دی اؤ دپروپېګنډې دلارې دکېدونکې جګړې مخنیوي ته بشپړه تیاري لري.

دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ دجنرال عاصم منیر په مشرۍ دپوځ دکورکمانډرانو کانفرنس کې پرېکړه شوې چې د9م مئ دپېښو د ذمه وارانو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

دپاکستان حکومت په 9م مئ ملک کې د رامنځته شوي اړي ګړي ذمه وار تحریک انصاف ګوند اؤ دهغې مشر عمران خان ګرځوي خو عمران خان بیا دریځ خپل کړی چې هغه هیڅکله خپل پلویان اړي ګړي ته نه دي لمسولي اؤ وایي ثبوتونه لري چې دا کار دایجنسیو کسانو پخپله کړی دی.

په نهم مئ دپاکستان تحریک انصف پلویان دعمران خان دګرفتارۍ پرضد داحتجاج په مهال په پوځي ودانیو ورختلي وؤ اؤ اورونه یې ورته اچولي وؤ.

په دغه مهال دپولیسو اؤ پي ټي ایي دفعالینو ترمنځ نښتو کې ګڼ کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي هم وؤ.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر راناء ثناء الله مطبوعاتو ته ویلي د9م مئ دپېښې دټولو ذمه وارانو پېژندګلو شوې ده، زیاتره کسان پکې نیول شوي اؤ تر شا چې یې څوک ولاړ وؤ یا چا دامنصوبه جوړه کړې وه هغوي به هم دقانون منګولو نه بچ نه پاتې کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG