لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانۍ غرختونکې د نړۍ تر ټولو جګ غره څوکې ته وختله


 په نیپال کې د مونټ اېوریسټ غره جنوبي اړخ
په نیپال کې د مونټ اېوریسټ غره جنوبي اړخ

واشنګټن – پاکستانۍ غر ختونکې نایله کیاني د اتوار یا یکشنبې په ورځ د نړۍ تر ټولو جګ غره، مونټ اېوریسټ څوکې ته په ختلو سره دوهمه پاکستانۍ غر ختونکې شوه چې دغه هدف یې ترلاسه کړ.

د پاکستان د الپاین کلب د معلوماتو له مخې، کیاني همدارنګه لومړنۍ پاکستانۍ غر ختونکې شوه چې پنځو هڅکو څوکو ته یې چې تقریبا ۸۰۰۰ متره لوړوالی لري وختله.

تر دې مخکې، له ګېلګېت بلتستان څخه سمینه بېګ په ۲۰۱۳ کال کې هغه مهال تاریخ جوړ کړ کله چې د لومړنۍ پاکستانې غرختونکې په توګه مونټ اېوریسټ ته وختله.‌

مېرمن کیاني په اصل کې د پاکستان د راولپېنډۍ څخه ده او د عربي متحده اماراتو په دوبې کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي.

د غرختنې د مینوالې په توګه د هغې د واده تصویرونه په ۲۰۱۷ کال کې د K2 غره په بېخ کې چې په نړۍ کې دوهم لوړ غر دی ویستل شوي.

هغه انځورونه بیا وروسته په ټولنیزو رسنیو کې وایرل شول.

کیاني په ۲۰۲۱ کال کې هغه وخت ټول خلک هک هیران کړل چې د ماشوم له زېږولو څو میاشتې وروسته د ۸۰۳۵ میټرو لوړ غره Gasherbrum II څوکې ته وختله.

د پاکستان د الپاین کلب مشر کرار حیدري امریکا غږ ته وویل، کیان یوه زړوره مېرمن ده چې هیله لري په نړۍ کې ۱۴ جګو څوکو ته څومره ژر چې امکان ولري ځان ورسوي.

حیدري وویل، کیان همدارنګه د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د Gasherbrum I څوکې ته چې ۸۰۶۸ میتره لوړه ده وختله او بیا ژر وروسته یې د ۹۰۹۱ میترو په لوړوالي سره د Annapurna د غره څوکې ته ځان ورساوه.

حیدري همدارنګه وویل، چې د ساجد صدپاره په نامه مشهور پاکستانی غرختونکی او برتانوۍ پاکستانۍ غرختونکې نادیه ازاد هم د ګل یا دوشنبې په ورځ مونټ اېوریسټ ته ختلي دي.

صدپاره مونټ اېوریسټ ته په داسې حال کې پورته شو چې اکسیجن ته یې اړتیا پېښه نه شوه.‌

کیاني امریکا غږ ته په ۲۰۲۱ کال کې ویلي و چې هغې تل غوښتل چې غر ختونکې شي خو دا یې نشو کولای ځکه په غرنۍ سیمه کې نه اوسېدله.

هغې وویل، د غر ختل هغو خلکو ته اسانه وي چې په غرنیو سیمو کې اوسېږي د دې په پرتله چې په ښارونو کې وي.

کیاني وویل، د K2 غره په ختلو کې له ډېرو ننګونو سره مخ شوې وه ځکه غر ډېر نیغ دی او د ارام او اوبو څکلو لپاره پکې ځای نشته.

کله چې د غر ختلو پر مهال د وېرونکو شېبو پوښتنه ترې وشوه نو کیاني د ۲۰۲۲ کال هغه شیبه رایاده کړه کله چې هغه د K2غره په جګې غاړې باندې د ابي رنګه یخ له پاسه له نورو غر ختونکې سره ولاړه وه.

هغې ویل، چې یو وېرونکی احساس یې وکړ چې څه به وشي که چېرې هغه خپلو لورګانو ته ژوندۍ بېرته و نه ګرځي؟

خو کیاني وویل، کله چې د غره له څوکې سره مخامخ شوه نو ټولې اندېښنې یې له منځه ولاړې او پرېکړه یې وکړه چې وېرې ته به اجازه ور نه کړي چې د دې پورته کېدل کنترول کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG