لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان اؤ مېرمن یې نن د غبن په مقدمه کې نېب ته وړاندې کېږي


ټاکل شوې ده د پاکستان پخوانی وزیر اعظم عمران خان اؤ د هغه میرمن بشرا بېګم نن د نهې/سې شنبې په ورځ د غبن په یوه قضیه کې د احتساب ملي محکمې ته وړاندې شي.

د احتساب قامي ادارې (نېب) ته تر وړاندې کیدو یوه شپه وړاندې عمران خان د ټویټر سپیس له لارې اندېښنه ښودلې ده چې کیدای شي د القادر ټرسټ په نوم دې دوسیه کې دی اؤ د ده مېرمن ونیول شي خو هغه پخپلو پلویانو غږ کړی چې که چېرې ونیول شي نو دوی باید داړي ګړي جوړولو نه ډډه وکړي اؤ په پرامنه توګه دې احتجاج وکړي.

تر دې وړاندې هم په نهم مئ د القادر ټرسټ د غبن دوسیه کې نېب عمران خان د اسلام اباد هایکورټ نه نیولی ؤ چې په هغې د عمران خان د ګوند تحریک انصاف پلویان راپاریدلي وؤ اؤ په ټول ملک ېې د تشدد ډک احتجاجونه کړي وؤ.

د دغه احتجاجونو په مهال دولتي اؤ پوځي تاسیساتو اؤ ودانیو ته اورونه اچول شوي وؤ چې حکومت ددې اړي ګړي پړه په عمران خان اؤ دهغه په ګوند اچوي خو عمران خان بیا تور لګوي چې دغه اړی ګړی ایجنسیو پخپله کړی اؤ مقصد یې دا ؤ چې تحریک انصاف ګوند دیو ترهګر تنظیم په توګه معرفي کړي اؤ بندیز پرې ولګوي.

د ګل/دوشنبې په شپه په ټویټر سپېس کې عمران خان وویل هغه هیڅ غبن نه دی کړی خو حکومت د انتخاباتو نه په ویره کې دی اؤ غواړي چې دی ونیسي، هیواد کې اړی ګړی جوړ شي اؤ د انتخاباتو مخه ونیول شي.

عمران خان دعوه وکړه چې که چېرې هیواد کې رڼې ټاکنې وشي نو د ده ګوند یو وارې بیا په حکومت کې راځي ځکه حکومت د انتخاباتو نه تېښته کول غواړي.

د القادر ټرسټ دوسیه څه ده؟

په عمران خان موجوده حکومت تور لګولی چې کله هغه په اقتدار کې ؤ نو د القادر ټرسټ په نوم دیو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دننه د زمکو د یو لوی کاروباري ملک ریاض نه د جهلم په سوهاوه سیمه کې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله زمکه ترلاسه کړې وه.

القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري اؤ عمران خان اؤ د هغه میرمن د دغه بنسټ مسولین یا مشران دي.

عمران خان دریځ لري چې دا زمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو حکومت بیا وایي چې دا معامله د عطیې یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض اؤ عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه ده.

حکومت دعوه لري چې برتانیه کې ګنګل شوي د ملک ریاض 190 میلیونه پاونډونه (چې پاکستاني روپو کې څه باندې 60 اربه روپۍ جوړیږي) برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وؤ خو د عمران خان حکومت بیا دا پیسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربه روپو کې شمارلې وې چې سپریم کورټ یې دکراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی ؤ.

حکومت دعوه لري چې د جهلم په سوهاوه سیمه کې ملک ریاض هم د دې پیسو په بدل کې عمران خان له 458 کناله زمکه د چندې په نوم ورکړې ده.

د عمران خان دریځ

د ګل/دوشنبې په ماسخوتن په سپېس خپله وینا کې عمران خان د دې سپیناوی هم وکړو چې د برتانیې لخوا راغلې پیسې یې ځکه د سپریم کورټ په اکاونټ کې جمع کړې وې چې ورته ویل شوي وؤ که داسې نه کوي نو بیا به د دغو پیسو پاکستان ته راوړلو لپاره برتانیه کې کیس کوي اؤ په هغې که اووه، اته کاله وخت ولګي نو هغه دا ذمه واري نشته چې پاکستان به دا کېس وګټي.

عمران خان دریځ خپل کړو چې د القادر ټرسټ نه هغه ته هیڅ ګټه نه رسیږي اؤ که حکومت د سپریم کورټ فنډ کې د دې پیسو په جمع کولو اعتراض لري نو باید چې سپریم کورټ کې د دې اقدام پرضد عریضه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG