لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وايي، په بېلګراډ کې یې د اوکراین له غاړې یو برید په شا تمبولي


واشنګټن – یو لوړ پوړي روسي چارواکي د نهې یا سې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د ماسکو ځواکونو په بیلګراډ سیمه کې د اوکراین له خاورې یو برید په شا تمبولی او روسانو په دغې ۲۴ ساعته جګړه کې تر ۷۰ زیات برید کونکي وژلي دي.

د جګړې په دې خپره ورېځ که دا ناشونې ده چې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید شي چې د ګل یا دوشنبې په ورځ د روس په یادې سیمه باندې د اوکراین له اړخه برید شوی.

ماسکو د دغه برید تور د اوکراین د پوځ په تخریب کونکو باندې اچولی، خو کیېف ویلي، چې دا د کرملن پرضد د روسي بیلتون غوښتونکو لخوا یو پاڅون و.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې حنا مالیار د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې د روس مخالفین د یرغل په اړه د ولسمشر ویلادیمیر پوتین له سیاستونو څخه خوشحاله نه دي.

هغې وویل، "دا روسي ملت پاله دي تر کومه چې مونږ پوهېږو. دا هغه خلک دي‌ چې په حقیقت کې یې د پوتین د رژیم پرضد بغاوت کړی."

د الیا پونومېروف په نامه یو جلا وطنی روسی سیاستوال چې په اوکراین کې اوسېږي وايي، "د روس په خاوره باندې هیڅ اوکراینی سرتیری نشته. دوی د هغوی د عملیاتو څارنه نه کوي."

هغه دا هم ویلي، چې دی هم د هغې ډلې یو سیاسي استازی دی چې په دغو عملیاتو کې ښکېل دي.

هغه د امریکا غږ اوکراینۍ څانګې ته ویلي، "دا عملیات د روس په خاوره کې خپله د روسانو لخوا شوي."

جګړه د اوکراین د ختیځ ښار خارکیېف څخه ۸۰ کیلومتره شمالي لوري ته شوې. د روس د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ادعا کړې چې وسلوال برید کونکي د سرتېرو د سیمیزو ډلو، هوايي بریدونو او توپونو په پایله کې وژل شوي دي.

کوناشینکوف وویل، چې د ملت پالو پاتې شوني بېرته د اوکراین خاورې ته اوختي او هلته به پرې تر هغو بریدونه کېږي تر څو په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

کوناشینکوف دغه څرګندونې بې له کومو شواهدو کړي. هغه په دغه جګړه کې روسانو ته د اوختې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي‌ ویلي.

خو دا یې ویلي، چې د برید کونکو څلور زرې موټرې او پنځه پېک اپ ټرکونه ویجاړ شوي دي.

د بېلګراد سیمې والي ویلي، بریدونه د پولې په پنځه کیلومټرۍ کې د ګرېوران ښار شاخوا سیمه کې شوي.‌

هغه ویلي، چې په برید کې پنځه ملکیان ژوبل شوي دي او یوه زړه ښځه د تخلیې په بهیر کې مړه شوې ده.

د روس د پلټنو کمېټې د یادې پېښې په اړه د پلټنو خبر ورکړ.

د کرملن ویاند ډیمټري پېسکوف ویلي، دغه بریدونه ژوره اندېښنه رامنځ ته کوي چې په راتلونکې کې د بیا کېدلو د مخنیوي لپاره باید لویه هڅه وشی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG