لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر: په ایف سي ځواکونو باندې وسله والو بریدونو کې یو عسکر وژل شوی، پینځه ژوبل


سرچینې وایي افغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي سیمه خېبر کې وسله والو دایف سي په ځواکونو بریدونه کړي چې پکې یو عسکر وژل شوی اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي.

دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي پرون دجمعې په ورځ دخېبر دتېراه سیمې په متهری علاقه کې وسله والو دایف سي ځواکونو یوه پوسته په راکټ لانچر ویشلې چې پکې دایف سي ځواک یو عسکر وژل شوی دی.

د وژل شوي عسکر پېژندګلو د زبیر په نوم شوې ده.

سرچینې وایي ددغه برید په مهال دایف سي ځواکونو اؤ وسله والو ترمنځ سخته نښته هم شوې ده خو وسله وال د برید نه وروسته له سیمې روغ وتلي دي .

همدا شان نن د خالي یا شنبې په ورځ پاکستاني رسنۍ جیو پخپل رپورټ کې ویلي چې دخېبر په دوجنګي سیمه کې هم وسله وال دایف سي ځواکونو په یو کاروان برید کړی چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې وسله والو دوجنګي سیمه کې دایف سي په کاروان ناتاره ډزې کړي اؤ بیا له سیمې تښتېدلي دي.

په پیښه کې ژوبل دایف سي پینځه عسکر د علاج لپاره د پېښور پوځي روغتون ته رسول شوي دي.

تر دې دمه دایف سي په عسکرو دشوؤ دې بریدونو ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې په خېبر پښتونخوا اؤ په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.

په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دترهګرو لخوا دبریدونو لړۍ چټک شوې چې دهغې په ترڅ کې پوځ هم وایي دترهګرو پرضد یې دخپلو روانو عملیاتو لړۍ چټک کړې ده اؤ په دې بریدونو کې یې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړې دي.

د روانې میاشتې په پیل کې دغیر دولتي څېړنیزې ادار پاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز په یو رپورت کې مخې ته د راغلو شمیرو له مخې د اپریل په میاشت کې دترهګرۍ پېښو کې 23فیصدي اؤ په دې کې اوښتو ځاني زیانونو کې 17 فیصدي اضافه لیدل شوې ده.

دغه رپورټ ښایي چې خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته ځپلې ده اؤ قبایلي ضلعو کې دترهګرۍ پېښې 100فیصدي زیاتې شوې دي.

رپورټ وایي په تېره میاشت کې امنیتي ځواکونو ته اوړیدلو ځاني زیانونو کې هم 35 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې ده.

پورټ کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو هم تېره میاشت دتندلارو اؤ ترهګرو پر ضد خپل عملیات لا پسې سیوا کړي دي اؤ په بیلابیلو عملیاتو کې 41 ترهګر وژل شوي اؤ 40 نور نیول شوي دي.

رپورټ ښایي چې تېره میاشت امنیتي ځواکونو زیات عملیات خېبر پښتونخوا صوبه کې کړي چې پکې د وژل شوؤ تندلارو شمیره 30 اؤ دنیول شوؤ شمیره 14 ښودل شوې ده.

دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز دا رپورټ په ګوته کوي چې تېره میاشت خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته اغېزمن کړې ده اؤ ترهګرو په دې صوبه کې 33بریدونه کړي چې پکې 45 کسان وژل شوي اؤ په دغو وژل شوؤ کسانو کې 23 امنیتي عسکر،17 ترهګر اؤ پینځه عام وګړي شامل دي.

همدا شان دې بریدونو کې 32 کسان ژوبل شوي هم دي چې 17 پکې عسکر اؤ 10عام وګړي ښودل شوي.

رپورټ ښایي چې دخېبر پښتونخوا په بندوبستي ضلعو کې تېره میاشت دترهګرۍ 19 اؤ‌ په قبایلي ضلعو کې 14 پېښې ریکارډ کړل شوي دي.

په قبایلي ضلعو کې تېره میاشت دترهګرۍ پېښې 100 فیصدي سیوا شوي دي ، په مارچ کې دغو سیمو کې ټول اووه بریدونه شوي وؤ چې اپریل کې یې بیا شمیره 14 ته لوړه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG