د خېبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په چهکان سیمه کې د امنیتي عسکرو په قافله چاودنه کې 23 عسکر ژوبل شوي دي.
پولیس دا پېښه تاییدوي او وایي د لومړو معلوماتو ترمخه چاودنه نن سهار د یو موټر سایکل د لارې شوې د امنیتي عسکرو ګاډی یې په هدف کړی دی او امکان څرګنديږي دا ځانمرګی برید وي.
د پولیسو په وينا دا پېښه د ډېراسماعیل خان او ټانک سړک ترمینځ په چهکان سیمه کې هغه مهال شوې چې د امنیتي عسکرو قافله د جنوبي وزیرستان څخه د ډېره اسماعیل خان په لور روانه وه.
امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه سره په شریکو کړو معلوماتو کې ویلي ژوبل عسکر د علاج لپاره د ډېره اسماعیل خان پوځي روغتون ته وړل شوي دي، د دوو حالت مرګونی دی.
پولیس وایي له برید وروسته په ګڼ شمېر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او هلته یې د لټون عملیات پېل کړي دي.
د دې برید زمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې، خو په خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو د کېدونکو زیاتو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان په غاړه اخلي.
دوه ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان سره په پوله پرته جنوبي وزیرستان سیمه کې پوځ د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.
او له دغې يوه ورځ وړاندې د افغانستان سره پولې ته څېرمه د خېبرپښتونخوا په ناارامه شمالي وزیرستان کې په یوځي چيک پوسته ځانمرګی برید شوی، د پاکستان دوه پوځيان، يو پوليس او يو ځايي تن پکې وژل شوي وو.
د سه شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په هنګو سيمه کې وسله والو د تیلو او ګېس د پېدا کولو لپاره د هنګري یوې کمپنۍ، مول پاکستان، باندې حمله کې د سرحدي پوځ څلور عسکر او د کمپنۍ دوه ساتونکي وژلي وو.
د دغه برید زمه داري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.