د پاکستان د سپريم کورټ د حکم وروسته د اډیو ليکس د پلټنو دپاره جوړ کمېشن کار ودرولی دی. يوه اوونۍ وړاندې د سپريم کورټ د جسټس فايز عيسا په مشرۍ پلټنيز کمېشن جوړ شوی وو.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو ترمخه نن د پلټنيزه کمېشن د اورېدنې په وخت جسټس فايز عیسا د اټارني جنرل نه پوښتنه کړې، عدالتي حکم چرته دی؟ هغه بيا د سپریم کورټ حکمنامه عدالت ته وړاندې کړې ده.
د ياد کمېشن پرضد عمران خان او نورو سپريم کورټ ته خواست کړی وو او د چیف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ د پينځه ججانو بنچ پرون حکم کړی د بلې اورېدنې پورې یې کمېشن د کار نه ودرولی او د پلټنيزه کمېشن جوړېدو حکومتي اعلاميه یې معطل کړې وه.
په 19 مې د جوړ شوي پلټنيزه کمېشن مشري جسټس فايز عيسا کوله او د اسلام اباد هايکورټ چیف جسټس عامر فاروق او بلوچستان هايکورټ چيف جسټس نعيم اختر افغان ورسره وو.
جسټس عيسا په ننۍ اورېدنه کې ويلي د اټارني جنرل سره بحث کړی او ويلي یې دي، که د سپريم کورټ په اعلاميه او حکم د وړاندې نه خبر وی د بلوچستان هايکورټ چيف جسټس به یې نه بللو.
نوموړي زیاته کړې خواست کوونکي وکيلان نن عدالت ته نه دي وړاندې شوي، پلټنيز کمېشن حکومت جوړ کړی وو څکه دوی ناست وو.
ويل شوي وو ياد کمېشن به د پنجاب د مخکني وزيراعلا چودري پروېز الهي او د سپريم کورټ د يو جج د مبينه اډيو، او نورو اډيوز چې مخې ته راغلې، پلټنې کولې.
د دې ترڅنګ ویل شوي وو کمېشن به د سپريم کورټ د چيف جسټس د خواښې او د يو وکیل د مېرمن په سپريم کورټ کې په روانو مقدمو، او بيا د چيف جسټس د زوي او د هغه د دوست ترمنځ د خبرو هم پلټنې کولې.
پاکستان کې په وروستيو کې ځينې مبينه اډيوز په ټولنيزو رسنيو او مطبوعاتو چلېدلي او سختې نيوکې پرې شوې او پوښتنې راولاړې شوې وې چې په عدالتونو کې فېصله څوک او د چا په خوښه کيږي؟.