واشنګټن - د اسټرېليا د ماحولياتو وزيره تانيا پلېبرسیک په نړيواله کچه د پلاسټیک په استعمال د بندیز په اړه د اتفاق پيدا کولو د پاره د فرانس سرښار پېرس ته تللې ده.
د ملګرو ملتونو کمېټۍ په دې حقله غونډه کوي چې څنګه د پلاسټیک په استعمال د بندیز د پاره يو نړيوال تړون ممکن کړي. په ښکاره د دې تړون په اړه ډېر اتفاق نه ښکاري.
د دې مقصد د پاره د حکومتونو خپلمنځي غونډه د ګل- دوشنبې په ورځ په پېرس کې پيل شوې ده چې وړومبۍ قانوني عملي کېدونکې لوظنامه رامنځ ته کړي. خبرې اترې به د جمعې د ورځې پورې روانې وي.
دې غونډې ته د نزدې دوه سوه هېوادونو نه د 2000 نه زيات خلک راغلي خو ګران کار يې په سر دی.
په اپرېل کې د ملګرو ملتونو د ماحولياتو څانګې ويلي وو هر کال د 430 ميلين ټن نه زيات د پلاسټیک څيزونه جوړيږي چې ډېر پکې د لږ وخت د استعمال وي او بيا ترې خځله جوړه شي.
ناروې او روانډا په دې هڅو کې دي چې د کال 2040م پورې د پلاسټیک خځله ختمه کړي، د خلکو ژوند و ژغوري او د موسمي بدلون اثرات کم کړي.
په دې لا اتفاق نه شته خو د کيميايي څيزونو د پيداوار نمايندګان په دې باور دي چې د پلاسټیک خځلو د ختمولو په ترڅ کې د هغو پلاسټيکي څيزونو خيال وساتل شي چې اړين لا ضروري دي او د ژوند ژغورلو په کار راځي.
امريکا، چين او سعودي عرب په دې باور دي چې نورې هڅې کول پکار دي څنګه د بيا کارولو لا ريسايکلېنګ عمل قوي کړل شي. يو شمېر ګډونوال وايي په ملکي کچه پرېکړې به د نړيوال تړون په ځای نورې ارزښتناکې پايلې لا نتیجې ولري او دا به يوه غوره لار وي.
خو د اسټريليا د ماحولياتو وزيره وايي يو نړيوال تړون يوه غوره لار ده. هغې خپلې ملکي مېډيا ته ويلي “يو نړيوال خواهش زمونږ هېوادونه همکارۍ او مقصد پله بوتللی شي”.