لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د خپل سفارتکار اسدالله اسدي په بدل کې درې یورپي وګړي خوشي کړي دي


واشنګټن ــــ د ایران له خوا د بندیانو په تبادله کې درې یورپي وګړي تر خوشي کېدو یوه ورځ وروسته د شنبې- خالي په ورځ خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. تهران وایي که له یورپیانو څخه بهرنیو امنیتي ادارو کار نه اخیستلای له دوی سره یې د نیولو هیڅ دلیل نه وو.

په دغو درو کسانو کې دوه ایراني اصله د اسټریا شهریت لرونکي او یو ډنمارکی شامل دي چې ایران د خپل یوه سفارتکار اسدالله اسدي په بدل کې د جمعې په ورځ خوشي کړي وو.

ایرانی سفارتکار په بلجیم کې بندي وو، د بلجیم حکومت ویاند ویلي چې هغه یې د خپل مرستندویه کارکوونکي اولیویر وېنډیکاسټیلي په بدل کې تېره اوونۍ خوشي کړی دی.

اسدالله اسدي چې د اسټریا په مرکز ویانا کې مېشت وو په 2021 کال کې د بلجیم یو عدالت په فرانس کې د یوې ناکامې بمي چاودنې په تور 20 کاله بند سزا کړی وو. ایران پر هغه لګېدلي تورونه بې بنیاده بللي وو.

خوشي شوي ایران اصله د اسټریا اوسېدونکي یو کامران قادري او بل مسعود مصاحب نومېږي. قادري ایران په 2016م کال کې نیولی او د جاسوسۍ په تور لس کاله سزا کړی وو.

کامران قادري تر خوشي کېدو وروسته وي او اې فارسي ته په تازه مرکه کې ویلي، په ایران کې لا هم څه بندیان پاته دي اوس باید د هغوی د خوشي کېدو لپاره هم هڅې وشي:

"زه هیله لرم دا سیاستوال چې څنګه دوی په کلونو زما لپاره هڅې وکړې او زه یې ډېره مننه کوم کېدای شي د نورو د خلاسون لپاره هم مرسته وکړي. زما په مقدمه کې چې هر څه پېښ شول هغه پای ته ورسېدل او زه اوس د ژوند یو نوي فصل ته ننوځم".

د ډنمارک اوسېدونکی تامس کیمز هم تر خوشي کېدو وروسته د شنبې- خالي په ورځ پایتخت کوپنهاګن ته رسېدلی او هلته یې پر هوایي ډګر خبریالانو ته ویلي، باور نه کوي چې خوشي شوی او خپل هېواد ته ستون شوی دی. هغه په ایران کې د زندان په اړه ویلي:

"هیڅ بدني اذیت یا بل څه نه دي شوي، ما ته خواړه، اوبه او نور څه راکړل شوي دي، خو کله چې له تاسو آزادي واخیستل شي نو تاسو یې په اړه فکر کوئ."

د بلجیم د بیلګا خبري ایجنسۍ د خبر له مخې بلجیم ته په رسېدو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې هادجا لهبیب د دوی هرکلی کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د شنبې- خالي په ورځ په یو ټویټ کې ویلي، هیله ده د بندیانو خوشي کول به له بلجیم او یورپ سره د ایران په اړیکو کې "یو نوی باب" پرانیزي. ښاغلي عبداللهیان لیکلي:

"که له یو شمېر یورپي وګړو بهرنیو امنیتي ادارو کار نه اخیستلای، [له موږ سره] د هغوی د نیولو هیڅ دلیل نه وو".

د ایران د سرکاري رسنیو د خبر له مخې د ایران د بشري حقونو یوه اعلی چارواکي کاظم غریب ابادي ویلي دي چې دغه درې کسان د بشردوستۍ په بنیاد خوشي کړل شوي دي، خو رسنۍ وایي عرب هېواد عمان هم د دغو بندیانو په خلاسون کې مرسته کړې ده.

د بلجیم حکومتي چارواکو ویلي چې په رسمي توګه تر اوسه لا هم د ایران په زندانونو کې 22 هغه کسان بندیان دي چې د یورپي هېوادونو شهریت لري، خو وایي د اسدالله اسدي په بدل کې به د نورو یورپي وګړو تبادله ونه شي.

ایران په وروستیو کلونو کې لسګونه بهرنیان او غبرګ شهریت لرونکي نیولي دي، چې پر اکثرو یې د جاسوسۍ او له امنیت سره تړلي تورونه لګېدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG