لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوګېنډا وایي په صومالي کې د مسلمانو تندلارو په حمله کې یې 54 امن ساتونکي وژل شوي


واشنګټن - د یوګېنډا صدر یووېري موسیویني وایي، تېره هفته چې کله د الشباب ډلې اسلامي تندلارو په صومالي کې د افریقايي اتحاد په یوې اډې باندې حمله وکړه، څلور پنځوس (54) یوګېنډایي امن ساتونکي عسکر په کې ووژل شول. دا په جنګ ځپلي صومالي کې د الشباب جګړه مارانو یو تر ټولو مهلک برید بلل شوی دی.

د یوګېنډا صدر د خالي/شنبې په ماښام پخپل ټوېټر کې ولیکل: "مونږ د 54 وژل شوو عسکرو جسدونه وموندل، چې په کې یو کمانډر هم شامل و.

د تېر اګست میاشتې راهېسي، د صومالي د حکومت ملاتړو ځواکونو، د افریقایي اتحاد د ځواکونو په مرسته چې اې ټي اېم آی اس نومیږي، د الشباب ډلې په ضد حملې شروع کړي دي. خو د الشباب د تېرې هفتې برید، د تېر اګست میاشتې راهیسي تر ټولو مهلکه برید بلل شوی دی.

بله نوې خبره په کې دا ده چې د افریقایي اتحاد یو غړي هېواد په نایابه توګه د خپل ګڼ شمېر عسکرو د وژلو تصدیق کړی دی.

الشباب، چې د څه باندې یو کال راهېسي د صومالي کمزوره مرکزي په وړاندې یې مهلک بغاوت مخ ته وړی دی، د مې میاشتې د 26 نېټې د حملې ذمه واري منلې ده او دعوه یې کړې چې د افریقایي اتحاد په پوځي اډې یې یرغل وروړی او 137 عسکر یې وژلي دي.

مګر الشباب ډله همیش د خپلو حملو په باب مبالغه آرائي کوي او د پروپګېنډه په توګه یې کاروي. بل پلو د افریقایي اتحاد ملکونه چې خپل امن ساتونکي عسکر یې صومالي ته لېږلي، ډېر کم وختونه د خپلو عسکرو د وژل کېدو خبرونه تصدیق کوي.

ځایي اوسېدونکو او د صومالي د پوځ یو کمانډر د اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي چې دمې په 26مه نېټه د الشباب جګړه مارانو د صومالي په بولومارېر سیمه کې په پوځي اډې باندې یو موټربم ورووست، او د چاودنې وروسته، وسله والو په پوځي اډې باندې یرغل ورووړ.

د یوګېنډا صدر دعوه کړې چې په دې حمله کې شاوخوا اته سوه (800) د الشباب جګړه مارانو برخه اخېستې وه او په اډې کې دننه ځيني عسکر ډېر وارخطا شوي و او هسې چې توقع یې کېدله، هسې ونه جنګېدل. د یوګېنډا صدر وویل، هغه دوه کمانډران چې عسکرو ته یې د شاته تګ امر کړی و، د هغو خلاف به په پوځي عدالت کې کاروایي وشي.

په هغې پوځي اډې باندې د الشباب ډلې د حملې نه یوه ورځ وروستو، امریکا هم هغه ځای ته نږدې هوایي بمبارۍ وکړې. امریکا وویل چې په دې حمله کې یې هغه وسلې او پوځي وسایل چې په غیرقانوني توګه الشباب ډلې اخېستي و، تباه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG