لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین له ایران او پاکستان سره د ترهګرۍ ضد خبرو کوربه و


واشنګټن – چین، ایران او پاکستان د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ترهګرۍ ضد او سیمیز امنیت په اړه په پېکنګ کې لومړنۍ درې اړخیزې خبرې کړي.

له غونډې وروسته له اسلام اباد څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، "استازو د سیمې د امنیتي حالاتو، په ځانګړي توګه د ترهګرۍ د هغه ګواښ په اړه تفصیلي خبرې کړي چې سیمه ورسره مخ ده."

خو په بیان کې د دغو خبرو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، درې واړو هېوادونو پرېکړه کړې چې دغه ډول خبرو ته به دوام ورکړي.

د شورو د ورځې په دغو خبرو کې د چین، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو څخه د ترهګرۍ ضد جګ پوړو چارواکو د خپلو ډلو مشري کوله.

څېړونکي وايي، د پاکستان جنوب لویدیځه صوبه بلوچستان کېدای شي د خبرو د اجندا مهمه برخه وه.‌

له طبعي سرچینو څخه غني خو په دغې غریبې صوبه کې د چین د بیلیونونو ډالرو د سپېک پروژه تېرېږي.

د واشنګټن په ویلسن مرکز کې څېړونکی باقر سجاد وايي، "د چین، پاکستان او ایران ترمنځ د درې اړخیز امنیتي مېکانیزم جوړول د بلوچستان د امنیت په اړه د ګډو اندېښنو څرګندونه کوي."

سجاد ویلي، د بلوچستان ثبات دغلته د سپېک پروژې د عملي کېدو لپاره مهمه مسله ده.

هغه وویل، " د دغو هېوادونو ترمنځ همکاري د سیمې امنیت ښه کوي او د هغو ترهګرو د فعالیتونو مخه نیول کېږي کوم چې په ایران کې پناه اخلی."

په بلوچستان کې چې له ایران سره ګډه پوله لري تل د بلوڅو ډلو لخوا ترهګري روانه وي.‌

اسلام اباد ادعا کوي چې دغه ترهګر د ایران د خاورې په کارولو د سپېک د پروژې پر خلاف بریدونه کوي خو ایراني چارواکي په خپله خاوره باندې د بلوڅو ترهګرو شتون ردوي.

د سپېک له پروژې سره په پاکستان کې تر ګوادر بندر پورې سړکونه او د برېښنا کارخانې جوړې شوي.

د بلوچستان ترهګر له سپېک سره مخالفت کوي او ادعا کوي چې له دا پروژه د پاکستان له هغو هڅو سره مرسته کوي کوم چې له طبعي زېرمو څخه د سیمې خلک محروموي.

له همدې امله یې په پاکستان کې په چینایانو باندې مرګوني بریدونه هم کړي.‌

چین او پاکستان دا تورونه ردوي او وايي، له دغې لویې پروژې سره اقتصادي نیکمرغي رامنځ ته کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG