امنیتي سرچینې وایي دخېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې وسله والو د ایف سي یا ملیشې دځواکونو په ګاډي برید کړی چې پکې یو عسکر ژوبل شوی اؤ په ځوابي ډزو کې یو وسله وال هم وژل شوی دی.
دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا برید دنهې-سه شنبې په ورځ دجنوبي ضلعې ټانک په کوټ اعظم سیمه کې دایف سي ځواکونو په یو ګاډي شوی دی.
سرچینې وایي له دایف سي عسکرو د برید کوونکو حملې ته چټک غبرګون ښودلی اؤ په ځوابي کارروایۍ کې یې یو وسله وال وژلی دی.
سرچینې وایي په پېښه کې ژوبل عسکر د علاج لپاره روغتون ته رسول شوی اؤ د برید نه وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټونې عملیات پیل کړي دي.
په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې په ټانک اؤ ورسره پیوست سیمو کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي دي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.
په دې وروستیو کې په ټانک ضلعه کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو اؤ هدفي وژنو پېښو کې اضافه شوې ده اؤ د روانې میاشتې په پینځمه نیټه هم په دغه سیمه کې نامعلومو وسله والو دوه سرکاري سکولونه سوځولي وؤ.
تر دغې پېښې وړاندې دټانک په کوټ کټ سیمه کې د مئ په 19مه د دوو کسانو څخه د جاسوسۍ په تور سرونه غوڅ کړی شوي وو او د هغوي دمړو ترڅنګ غورځول شوي کاغذ کې ګواښ شوی وؤ چې نور داسې کسان په هدف دي چې امنیتي ادارو او پوځ ته جاسوسي کوي.
په ټانک ضلعه کې امنیتي ځواکونو د مئ په 20مه د وسله والو پرضد عملیات کړي وؤ او د دوو عسکرو په تاوان یې د دریوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.
په 22م مئ پوځ ویلي وؤ په ټانک سیمه کې یې داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړو عملیاتو کې درې ترهګر وژلي دي اؤ په دغو عملیاتو کې یې دخپلو دوؤ پوځیانو د وژل کیدو پخلی هم کړی ؤ.
په 20 مئ دبیټنیو قامي جرګې ویلي وؤ پوځ دټانک ضلعې په کړي حیدر او شا وخوا سیمو کې د عملیاتو پرمهال د يو ځایی تن کور د جنګي هیلی کاپټرو دلارې په نخښه کړی چې پکې یو تن مړ شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.