لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سمندري طوفان سبا د پاکستاني ساحلي سیمو نه تمبيږي، کراچۍ کې د وړو الوتکو پروازونه بند کړی شوي


پاکستاني چارواکي وايي، سمندري طوفان "بايپر جوای" به سبا د ساحلي سیمو نه تمبيږي، او د موسم له امله د کراچۍ د هوايي اډې څخه د وړو الوتکو پروازونه بند کړی شوي دي.

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې [پي ډي اېم اې] وويل، "نن ماسپښين په دوه بجې د انتهايي شدت سمندري طوفان د کراچۍ نه 340 کلوميټره، د ټهټې نه 355 کلوميټره جنوب پله او کېټي بندر نه 275 کلوميټره جنوب لویديځ پله موجود دی. سبا د ماسپښين نه تر ماښام پورې به په کېټي بندر کې جنوب ختيځ سيند پله او د هندوستان د ګجرات د ساحل نه تیريږي".

د پاکستان د موسمياتي بدلون مرکزي وزيرې شېري رحمان د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې [اېن ډي اېم اې] مشر لفټننټ جنرل انعام حېدر ملک سره په ګډه خبري غونډه کې د سمندري طوفان احوال وړاندې کړی دی.

شېري رحمان وويل، "سمندري طوفان [بايپر جوای] په هغه لار روان دی د کومو وړاندوينه شوې او سبا به د کېټي بندر سره تمبيږي، سمندري طوفان به نېغ په کراچۍ باندې نه راځي خو د بارانونو او سيلۍ راتلو امکان شته".

هغې وویل، " سمندري طوفان د 140 نه د 150 پورې د يو ساعت په رفتار روان دی، شدت یې کم شوی او نور به هم کمیږي خو چمتو والی نيول شوی او تيارۍ په خپل ځای دي، د خلکو ويستلو عمل روان دی، خوندي ځايونو ته منتقل کولی شي".

مېرمن رحمان زياته کړه، د خلکو خوندي سيمو ته منتقل کولو دپاره "75 کېپمونه جوړ کړی شوي دي، زياتره ودانۍ سکولونه او نور په کېمپونو بدل کړی شوي دي او خلک دې د سمندر او غاړو څخه ووځي.

شېري رحمان وويل، "سبا دې خلک د غېر ضروري ګرځېدو نه ډډه وکړي".

د تېزو سيلیو له امله د الوتکو د پروازونو په حواله یې وويل، "وړو جهازونو يا الوتکو ته ویل شوي، پروازونه دې بند کړي او د نورو پروازونو په حواله به د ماښام پورې اعلاميه خپره کړی شي".

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې [اېن ډي اېم اې] مشر لفټننټ جنرل انعام حېدر ملک وويل، "سمندري طوفان به سبا د سهار نه تر ماسپښين پورې د سيند صوبې کېټې بندر او هند د ګجرات سره په ټکر شي".

هغه وویل، د سمندري طوفان څخه د سيند صوبې ټهټه، بدين، سجاول او د کراچۍ ملیر سیمه اغېزمندی شي. هغه زياته کړه، د پرونه پورې 62000 کسان د ساحلي سیمو نه محفوظو ځايونو ته منتقل کړی شوي دي.

انعام حېدر ملک هم وويل، "د موسم له امله هم نن په کراچۍ کې د وړو د الوتکو پروازونو بند کړی شوي او د کمرشل الوتکو دپاره به نن ماښام لارښوونه وکړی شي".

د سمندري طوفان په مهال خلکو ته په احتياطي تدابيرو کې ویل شوي، د طوفان په مهال دې خلک ځانونه خوندي ساتي، په کورونو کې دې بجلي او ګېس بند ساتي، دروازې او کړکۍ دې بندې ساتي، د طوفان له امله بجلي بندېدی شي ځکه اضافي بېټرۍ دې ځان سره وساتي، د اور لګېدو د خطرې له امله دې موم بتۍ نه بلوي.

او د طوفان وروسته دې د چارواکو لخوا د سيمو خوندي ګرځولو پس بيرته ستانه شي، اغېزمنو ودانيو ته دې نه ځي، د بجلۍ د ماتو ستنو او تاروانو څخه دې په ډډه اوسي او د ممکنه صحت د خطرو نه دې ځان خبر ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG