لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناروې کې د افغانستان په اړه غونډه، د طالبانو استازي هم ور بلل شوي، هلته افغانانو پر دې احتجاج کړی


دا عکس زوړ دی.
دا عکس زوړ دی.

واشنګټن ــــ په ناروې کې د افغانستان په اړه درې ورځنۍ غونډه روانه ده او د طالبانو استازي‌ هم ور بلل شوي دي، خو هملته په اوسلو کې ځینو افغانو ښځو احتجاج کړی او وایي چې طالبان د افغانانو استازي نه دي او باید داسې غونډو ته ور ونه بلل شي.

د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو د ادارې مشر نېل ټرنر ویلي، دا غونډه په افغانستان کې د چېلنجونو او بشري حالت په اړه د بحث لپاره یوه ښه موقع ده، ځکه چې وایي دا هېواد له اقتصادي ستونځو سره سره له بشري ناورین سره هم مخ دی، وایي دا هر څه یواځې په خبرو حل کېدای شي

دغه درې ورځنۍ غونډه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په مرسته د «اوسلو فریډم فورم» جوړه کړې ده چې د جون پر 13مه پیل شوې او سبا به یې وروستۍ ورځ وي.

په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو د استازو او مدني فعالانو په ګډون افغان سیاستوالو او فعالانو ته هم بلنه ورکړل شوې، خو د طالبانو د وزیرانو او مشرانو پر ځای دا ځل د طالبانو محدود او ټیټ رتبه پلاوي ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په کابل کې د جون پر 13مه «د افغانستان د ښځو د سیاسي ګډون نیټورک» په نوم تنظیم له خوا ښځو په یو بند ځای کې د دې غونډه خلاف احتجاج کړی او په خپل یو بیان کې یې د ناروې پر حکومت نیوکه کړې ده چې وایي طالبانو ته یې "سرې غالۍ هوارې کړې دي" او د افغانو ښځو د حقونو پر "سرغړونو" برسېره په غونډو کې د ګډون بلنې ورکوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې له دې غونډې بهر هم ځینې افغانې ښځې او څو نورو کسانو احتجاج کړی دی او په دې مهال یې د طالبانو بیرغ ته اور اچولی دی، خو پر بیرغ په کاغذ لیکل شوې او نښلول شوې کلمه یې مخکې له مخکې ترې لرې کړې ده.

د مینا رفیق په نوم افغانې فعالې پر خپل ټویټر څو ویډیوګانې خپرې کړې چې پکې یې په سمبولیک ډول زرغونه چادري اغوستې ده. مینا رفیق په نارویجن او دري‌ ژبه خبرې کوي او وایي "د طالبانو په رسمیت پېژندل ترهګرۍ ته قانوني حیثیت ورکول دي".

مینا رفیق په یوه ویډیو کې داسې شعارونه هم ورکوي او د ویډیو شاته ولاړ نه لیدل کېدونکي کسان جواب ورکوي، هغه وایي "طالبان نه منو"، "ترهګر نه منو"، "طالبان ترهګر دي". د طالبانو حکومت لا تر اوسه ورته جواب نه دی ویلی.

احتجاج کوونکو په دې مهال یو لوی بېنر هم را اخیستی دی چې پرې لیکل شوي دي "د ښځو حقونه، بشري حقونه دي"، مینا رفیق وایي طالبان د افغانانو استازي نه دي او باید د ناروې د بهرنیو چارو وزارت دوی په داسې غونډو کې را ونه غواړي.

په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي او د کورنیو چارو وزارت استازی شمس الدین منصور او د دفاع وزارت استازی روح الله عمر ور بللي دي.

ناروې د تېر 2022م کال په جنوري کې هم د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کړې وه او هغه ته یې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي ته د ګډون بلنه ورکړې وه.

د افغانانو او د بشري حقونو د تنظیمونو د زیاتو نیوکو له کبله د ناروې د بهرنیو چارو وزارت اوسنۍ غونډې ته د طالبانو مشران نه دي ور بللي، چې یوه وجه یې پر هغوی باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا لګېدلي بندیزونه هم دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG