لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م. م خبرداری ورکړی چې القاعده او داعش په افغانستان کې د ودې په حال کې ده


واشنګټن – داسې شواهد دي چې افغانستان په چټکۍ سره د ترهګریزو فعالیتونو په ځای بدلېږي او د القاعده او داعش سره تړلې ډلې، هم د شمېر او هم د وړتیا له پلوه د ودې په حال کې دي.

دغه بوږنونکي ارزونه د ملګروملتونو لخوا په یو نوي خپور شوي راپور کې شوې کوم چې د غړو هېوادونو د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی چې وايي، ترهګرې ډلې د طالبانو تر واک لاندې زیاته ازادي لري او له دې سم کار اخلي.

د ملګروملتونو د بندیزونو د څار ډلې لخوا په دې راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې القاعده او طالبان د ګډ ژوند اړیکې لري او القاعده بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یوی خوندي ځای په نظر ګوري.

د دې پر خلاف بیا داعش ډله د طالبانو د نا توانۍ نه په استفادې سره د لېرو پرتو سیمو کنټرول لري او د طالبانو سره له نارضایتي نه په خپلې ګټې کار اخلي.

د ملګروملتونو په راپور کې راغلي، "د لوړ پوړو طالب چارواکو پرضد بریدونه د داعش روحیه قوي کوي، له نیمګړتیاو ځان ساتي او نوي کسان ګماري، چې حتی د طالبانو له کسانو څخه هم کار اخلي."

په دواړو حالاتو کې د ملګروملتونو په راپور کې راغلي، چې ترهګره ډلو خپل ځای ځایګوټی لوی کړی.‌

القاعده تر دې مخکې داسې ارزول شوې وه چې یو کال مخکې یې په افغانستان کې څو درجنه کسان درلودی خو اوس په افغانستان کې له ۳۰ تر ۶۰ لوړ پوړي چارواکي او ۴۰۰ جنګیالي او د کورنیو ۱۶۰۰ غړي او یو شمېر نوي روزنیز کمپونه لري.

د ملګروملتونو د ډېټا له مخې، داعش په افغانستان کې له ۴۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې غړي لري او د افغانستان په لږ تر لږه ۱۳ ولایتونو کې کمپونه لري.

خو ګڼو امریکايي چارواکو امریکا غږ ته ویلي،‌ چې دوی داسې شواهد نه لري چې دا موندنې تایید کړي.

یوه امریکايي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، "دا شمېرې زمونږ د استخباراتي ټولنې له ارزونو سره په مختلفو برخو کې اړخ نه لګوي."

یو بل امریکايي چارواکی له تر دې هم پڅ وو او د ملګروملتونو په دې راپور کې د القاعده او داعش ښودل شوې اندازه یې له حقیقت څخه ډېره لېرې وبلله.‌

د جګ پوړو چارواکو په وینا د امریکا استخبارات دا ارزونه کوي چې هلته له څو درجنو کم شمېر د القاهده غړي وي او هلته د القاعده لوړی پوړی چارواکی نشته.‌

امریکا په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د القاعده یو مهم مشر ایمن الظواهري په یو هوايي برید کې وژل و.

دغه چارواکي ویلي، القاعده په افغانستان کې ځان ځکه نه دی جوړ کړی چې امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ‌ کې ووتله." او دا یې هم وویل، چې داسې نه ښکاري چې القاعده دې ګواکې په افغانستان کې روزنیز کمپونه جوړ کړي وي.

امریکا هغه استخباراتي معلومات هم رد کړي چې ګواکې د القاعده اوسنی مشر سیف العدل په ایران کې له خپل مرکز څخه وتلی او په ۲۰۲۲ کال کې یې له افغانستان څخه لیدنه کړې او یو امریکايي چارواکی وايي، العدل اوس مهال له افغانستان څخه د باندې اوسېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG