لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېري رحمان: د سمندري طوفان رفتار کم شوی خو په زور کې دی


د پاکستان د موسمياتي بدلون دپاره مرکزي وزيرې شېري رحمان ويلي، د سمندري طوفان [بايپر جوای] رفتار د ساحلي سيمو پله کم شوی دی خو وایي اوس هم په زور کې دی او د کراچۍ نه یې مخه اوښتې ده.

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې [اېن ډي اېم اې] د مشر سره ګډې خبري غونډې ته هغې وویل، د سمندري طوفان له امله د طوفاني هواګانو او بارانونو امکان موجود دی، د سيند صوبې څلور ساحلي ضلعې، ټهټه، بدين، سجاول او ملير د سمندري طوفان د سختو اغېزو سره مخ کېدی شي، دا امکانات موجود دي.

هغې زياته کړه د سمندري طوفان رفتار کم شوی دی او مخ یې بدليږي رابدلیږي ځکه نو د ساحل سره به د شپې پورې ټکر شي.

شېري رحمان وويل، طوفان شمال ختيځ پله روان دی، د کراچۍ او حېدر اباد پورې د سيند صوبې په ساحلي سيمو کې د بارانونو امکان دی او د کراچۍ سره نزدې د بلوچستان صوبې په ساحلي سیمو کې هم د باران وړاندوينه شوې ده.

د شېرې رحمان په خبره د سيند صوبې د ساحلي سيمو نه د 81000 پورې کسان خوندي سیمو پله ویستل شوي دي او ټولې ادارې چمتو دي په ساحلي سيمو موجودې دي.

د الوتکو د پروازونو په حواله نوموړې وويل، د تېزو هواګانو له امله د وړو الوتکو پروازونه ځنډول شوي اوس لا هواګانې ډېرې تېزې نه دي که سېوا کيږي بيا به کمرشل الوتکې هم ودروي.

هغې وويل د تېزې سيلۍ له امله به د کراچۍ، حېدراباد، نواب شاه، سکهر او موين جودړو هوايي اډې به اغېزمنيږي خو دا وخت يادې هوايي اډې فعاله دي.

نن غرمه په 11 نيمې بجې په سيند صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ویلي وو، سمندري طوفان د کراچۍ نه 230 کلوميټره او ټهټه ضلعې نه جنوب پله 235 کلوميټره او کېټي بندر نه 155 کلوميټره لرې وو.

ادارې امکان څرګند کړی طوفان به نن ماښام د کېټي بندر[جنوب ختيځ سيند صوبې] او د هندوستان د ګجرات د ساحل سره تيریږي.

پاکستاني چارواکو پرون ويلي وو طوفان به نن د غرمې پورې د ساحل سره په ټکر شي خو نن یې وويل، د سمندري طوفان زور او مخه بدلیږي رابدليږي ځکه د ټکر کېدو وخت هم بدليږي.

په کراچۍ کې نن د سهار راهسې کله غرمه، کله سيلۍ او ځای په ځای باران وريږي.

د چارواکو په خبره د تاوان څخه بچ کېدو دپاره دې خلک د سمندري طوفان، او طوفان له امله کېدونکو بارانونو او سيلۍ په حواله ځان په کره معلوماتو خبر ساتي او حکومتي لارښوونو دې عمل وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG