واشنګټن ــــ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بېنک مشر په کابل کې په داسې حال کې د چین له سفیر سره د بېنکي اړیکو او تجارت په اړه خبرې کړې دي چې امریکې یې په اربونو ډالر له شاوخوا دوو کلونو راهیسې کنګل کړي دي.
رویټرز خبري ایجنسۍ د افغانستان بېنک د ویاند حسیب الله نوري له خولې لیکلي چې د هېواد د مرکزي بېنک مشر هدایت الله بدري او د چین سفیر وانګ یو د پنجشنبې- زیارت په ورځ سره لیدلي دي:
"په دې کتنه کې د افغانستان او چین هېوادونو د اقتصاد، بانکي اړیکو، راکړو او ورکړو، سوداګرۍ او یو شمېر اړوندو موضوع ګانو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه".
چین تر اوسه د طالبانو له حکومت سره رسمي سفارتي اړیکې نه لري او نه یې هم د دوی حکومت په رسمیت پېژندلی دی، خو سفارت یې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په کابل کې پرانیستی دی.
رویټرز وایي د افغانستان بېنکي نظام د بندیزونو، د مرکزي بېنک له کنګل شوې شتمنۍ څخه د لیکویډیټي یا د نغدو پیسو د کمښت او د پرمختیایي خرڅو د نشتوالي له کبله سخت زیانمن شوی دی.
وایي د نړیوالو بېنکونو د انتظامي خطر اندېښنو هم د ملک د بېنکونو رسمي څانګه تر ډېره له نړیوال مالیاتي نظامه بېله کړې ده.
بیجینګ په دې وروستیو کې پخپل ګاونډي ملک افغانستان کې اقتصادي دلچسپي ښکاره کړې ده خصوصاً د کانونو په برخه کې د سرمایه کارۍ په اړه یې له طالبانو سره خبرې هم کړې دي خو د چین ځینو لویو تاجرانو امنیتي اندېښنې را پورته کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې په اړه تر اوسه د رویټرز پوښتنې ته جواب نه دی ویلی او نه هم په کابل کې د چین سفارت څه ویلي چې په دې لیدنه کې څه خبرې شوې دي.
هدایت الله بدري مخکې د طالبانو د مالیې وزیر وو خو د روان کال په مارچ میاشت کې هغه د افغانستان بېنک مشر وټاکل شو. بدري په تېرو شلو کلونو کې د امریکا او تېر افغان حکومت په ضد د طالبانو د جګړې په مهال د دوی د اقتصادي کمیشن مشر وو او د دوی د چندو را ټولولو چارې هم تر ډېره د ده پر غاړه وې.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکې او نړۍ د طالبانو سره هر قسمه اقتصادي مرستې وتړلې او بندیزونه يې پرې پر ځای کړل، امریکې د کابل بېنک شاوخوا نهه اربه ډالر کنګل کړل.