واشنګټن - د اوکراين په سرښار کيف کې هغه وخت هوايي دفاعي سايرنې وغږېدې چې د افريقايي مشرانو پلاوي د حکومتي چارواکو سره په دې اميد خبرې اترې کولې چې څنګه به د روس او اوکارين تر منځ د امن لوظنامه وکړی شي.
د کيف ښاروال ويټالي کلېټچکو په سوشل ميډيا پوسټ کړل چې په مرکزي پوډیل ضلع کې چاودنه شوې او اوس هم په کيف ميزايل ورول کيږي.
د سوېلي افريقا صدر سېرېل رامافوسا هم د امن په پلاوي کې شامل دی او د اوکراين د صدر ولاډيمير زېلېنسکي سره به ويني چې د امن په لوظنامه کولو کې وړومبی ګام دی.
د پلاوي نور غړي د سېنېګال صدر ميکي سال، د زيمبابوی صدر هاکينډي هېچېلېما او د کومروس صدر ازالي اسومني دي څوک چې دا وخت د افريقايي يونين مشري کوي.
نور صدران به هم د امن د پلاوي برخه جوړېدل لکه د ريپبلک اف کانګو صدر، د مصر صدر او د يوګينډا صدر خو هغوی به اوس خپل نمايندګان ورلېږي.
امکان څرګندېدلو چې ياد پلاوی به د جمعې په ورځ د زېلېنسکي سره وويني او بيا به روس ته لاړ شي چې د صدر ولاډيمير پوټين سره ملاقات وکړي.
رويټرز خبري ادارې رپورټ کړي چې د امن د وړانديزونو هغه مسوده يې ليدلې او د هغه بحثونو نه خبره ده چې افريقايي مشرانو د امن د پاره کړي. په دې وړاندیزونو کې د اوکرين نه د روسي ځواکونو وتل او د نړيوال کریمینل کورټ لخوا د پوټين د نيولو د وارنټ منسوخ کول شامل دي.
د نېټو سيکرټري جنرل ینز سټالټنبرګ د زيارت- پنجشنبې په ورځ ويلي د اوکراين جنګ د دې ضرورت په ګوته کوي چې د اوکراين سره ودرېږو او مرستې يې روانې وساتو.
سټالټنبرګ د نېټو هېډکوارټرز برسلز ته په رسېدو خبريالانو ته وويل چې د اوکراين په امکاني اوږد دفاعي جنګ کې لاس ته راوړنې کړي او په سخت جنګ کې يې د روس نه قبضه شوې خاوره ازاده کړې ده.
وروستو د امريکا د جواينټ چيفس اف سټاف چيرمين جنرل مارک مېلي په برسلز کې خبريالانو ته هم دغه جاج څرګند کړو چې اوکرين په مخ روان دی. خو هغه ومنل “دا يو ډېر ګران جنګ دی. دا ډېر خونړی جنګ دی”.
د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو يوه قافله چې د روس په ولقه کې سيمې زاپوريژيا ايټمي پلانټ سټېشن نه د اوکراين د واک سيمې ته ستنېدله نو د جګړې له سؤبه د لږ وخت د پاره ودرول شوه.
د انټرنېشنل ايټامیک انرجي ايجنسي يو وياند ويلي پلاوي ته په عجله توګه کوم خطر نشته او نه پکې څوک خوږ شوي دي. پلاوی وروستو د اوکرين په ولقه کې سيمې ته راستون شوی دی.