لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له چین څخه د یو ارب ډالرو له ترلاسه کیدو وروسته د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیرې بره تللې دي


دچین نه پاکستان ته نور یو ارب ډالر رسیدلي چې دپاکستان اسټیټ بینک یې هم پخلی کړی دی.

اسټیټ بینک ویلي دچین نه دیو ارب ډالرو ترلاسه کیدو وروسته دپاکستان د زرمبادلې سرکاري ذخیرې د پینځوؤ اربو ډالرو نه په بره تللې دي.

تر دې وړاندې دقامي اسمبلۍ دخزانې دقایمه کمیټې غونډې ته دخزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار ویلي وؤ پاکستان ته چې چین ته کومې پیسې ستنوي چین هغه پاکستان ته بېرته ورکوي اؤ دا یو ارب ډالر به نن یا دګل په ورځ پاکستان ته ورکړل شي.

پاکستاني رسنۍ وایي دچین چې په پاکستان کومې پیسې ورپورې وې روانه هفته کې ورته پاکستان هغه دخپلې ټاکلې مودې نه مخکې ورستنې کړې وې اؤ چین هم دغه پیسې بېرته پاکستان ته ورکړې دي.

دخزانې وزیر ویلي دبینک اف چاینا نه هم د 30 کروړه ډالرو ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې روانې دي اؤ هیله ده چې د سواپ تړون له مخې به چین پاکستان ته نورې پیسې هم ورکړي.

نوموړي ویلي دبجټ تیارولو له امله دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره خبرې اترې یو څه ځنډیدلې دي خو ایي ایم ایف چې پاکستان ته د بهرني فنانسنګ یا مالي همکاریو کوم شرط ایښی دی پاکستان هغه پوره کوي.

نوموړي دخزانې قایمه کمیټې ته ویلي دي چې پاکستان پخپلو وسیلو هم پټ اؤ موړ دی اؤ یوازې دګیس پایپ لاین اثاثه یې د50 اربو ډالرو ده.

همدا شان دخزانې وزیر ویلي د ریکوډک منصوبې نه هم پاکستان زرګونه اربه ډالر ترلاسه شي.

د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان دولتي بینک پخپل رپورټ کې ویلي وؤ د بهرنیو اسعارو ذخیرې یې نورې هم کمې شوي اؤ 4 اربو اؤ 9 کروړو ډالرو ته راکوزې شوې دي.

په دغه رپورټ کې دپاکستان د کمرشل بینکونو په ذخیرو کې هم د 11.58 کروړه ډالرو د کمي خبر ورکړل شوی ؤ اؤ ویل شوي وؤ چې اوس د کمرشل بینکونو سره 5.42 اربه ډالر په لاس کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعات وایي د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته د پور د پاتې پیسو ورکولو امکان په ختمېدو دی.

په 30م جون د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته دپور د6.5 بلینه ډالرو ورکولو موده په داسې حال کې سرته رسي چې لا هم په دغو پیسو کې پاکستان ته 1.3 اربه ډالر د آی اېم اېف لخوا نه دي ورکړل شوي.

مطبوعات وایي په راتلونکي مالي کال کې پاکستان ته د25 اربو ډالر ستنول ورپه غاړه دي اؤ که چرې آی اېم اېف ورله پور ورنه کړي نو پاکستان به په اقتصادي توګه دیوالیه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG