امنیتي چارواکي وایي دخېبر پښتونخوا دکوهاټ ضلعې په دره ادم خیل سیمه کې امنیتي ځواکونو دتحریک طالبان پاکستان د وسله والو پرضد عملیات کړي چې پکې د درېوؤ وسله والو د وژل کیدو دعوه شوې ده.
دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا عملیات د خالي- شنبې په ورځ داستخباراتي معلوماتو په اساس د دره ادم خیل په مکان زرغن خیل سیمه کې شوي دي.
سرچینې وایي عملیاتو کې دټي ټي پي دعبدالرحیم ډلې درې وسله وال وژل شوي دي.
چارواکیو ویلي دعبدالرحیم په نوم دپاکستاني طالبانو دا ډله دپېښور په کلیوالو سیمو کې په پولیسو اؤ قانون نافذونکو ادارو ګڼ شمیر بریدونو کې ککړه ده.
سرچینې وایي کله چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسله والو نه ګیره تاؤ کړه نو هغوي پرې د درنو وسلو اؤ لاسي بمونو بریدونه وکړل خو وایي پوځ ته په دې نښته کې څه رقم زیان نه دی اوښتی.
سرچینو ډیوه ته پېښه کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو د ظفر عرف ظفري ولد غلام صادق،
حسن ولد عمران اؤ یو نامعلوم تن په نوم کړې ده
سرچینې وایي وژل شوي وسله وال طفر اؤ حسن د دره ادم خیل د زرغن خیل سیمې اوسیدونکي وؤ اؤ د دریم وژل شوي تن تعلق دافغانستان سره دی.
د وژل شوي وسله وال ظفري په هکله سرچینو دعوه کړې ده چې هغه دتېرو دوؤ کالو راهسې دټي ټي پي عبدالرحیم ډلې سره ملګری شوی ؤ دپېښور سره نزدې کلیوالو سیمو دره ادم خیل،متنو اؤ شیریکیره کې به یې نه یوازې دخلکو نه بهتې یا قلنګونه غوښتل بلکې په امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ ګڼ شمیر بریدونو کې هم ککړ ؤ.
پوځ یا سیمه ییزې انتظامیې لا په سمدستي توګه ددې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
دره ادم خیل په تېرو وختونو کې دطالبانو یو مضبوط مرکز پاتې شوی ؤ اؤ دغلته به طالبانو باقاعده خپلې ګزمې کولې خو په کال 2014م کې دضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو نه وروسته پوځ دعوه کړې وه چې دا سیمه یې دترهګرو نه پاکه کړې ده.
اوس هم وخت نه وخته د دره ادم خیل ترڅنګ دپېښور کلیوالو سیمو کې وسله وال په پولیسو اؤ پوځیانو بریدونه کوي چې په دې بریدونو کې ګڼ شمیر عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
ددې بریدونو زیاتره ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ داعش پغاړه اخلي.
د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلېکټ اېنډ سکیورټي اسټډیز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال د وړومبیو پینځوو میاشتو په پرتله دروان کال وړومبیو پینځوو میاشتو کې د پاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصدي،وژنو کې 39 فیصدي اؤ ژوبلو کې 33 فیصدي اضافه شوې ده.
رپورټ وایي د تېرې مې میاشت کې د پاکستان دننه 40 ترهګریزو بریدونو کې48 کسان وژل شوي او 102 نور ژوبل شوي دي.
د رپورټ شمیرې ښایي چې د تېرې مې میاشت کې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي چې دغلته 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي.
د رپورټ له مخې د پاکستان دننه د مې میاشت کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کې تر ترنیمایي زیات امنیتي عسکر او نور عام وګړي دي.