لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان د فټبال د ملي لوبډلې ګول کیپره شمایله ستار د نهم مې د پېښو په تړاؤ ونیول شوه


په پاکستان کې د فټبال د ملي لوبډلې ګول کیپره شمایله ستار هم پولیسو په نهم مې لاهور کې په جناح هاوس د شوي برید په تړاؤ نیولې ده.

پاکستاني رسنۍ وایي پولیسو شمایله ستار د سي سي ټي وي فوټېج نه پېژندلې اؤ بیا یې ثبوتونه تر لاسه کړي دي چې په نهم مې د لاهور په جناح هاوس شوي برید کې د فټبال د ملي لوبډلې دغې لوبغاړې هم لاس درلودو.

رسنۍ وایي د لاهور د پلټنو د څانګې پولیسو د شمایله ستار د نیولو لپاره لاهور کې د هغې په کور چاپه وهلې اؤ هغه یې نیولې ده.

په نهم مې د پخواني وزیراعظم اؤ تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان دګرفتارۍ پرضد دهغه دګوند پلویانو ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ په دغه مهال دولتي ودانیو اؤ پوځي تاسیساتو ته اورونه لګول شوي وؤ.

د لاهور دپوځي مشر یا کور کمانډر کور چې په جناح هاوس یادیږي، هم په دغه ورځ داحتجاج په مهال سوځول شوی ؤ .

د نهم مې د پېښو نه پس پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو اؤ پلویانو پرضد پولیسو دترهګرۍ دمادو لاندې مقدمې درج کړي اؤ حکومت اعلان کړی چې په دغو پېښو کې دککړو عناصرو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دعوه کوي چې دنهم مې نه وروسته دهغه دګوند تر10زرو زیات پلویان نیول شوي اؤ‌ زندانونو ته اچول شوي دي خو حکومتي چارواکي بیا دنیول شوؤ کسانو شمیره 4500 شاوخوا ښایي.

پاکستاني رسنۍ وایي ددغو پېښو په تړاؤ پاکستان کې د ډيرو مضبوطو پوځي افسرانو د کورنیو اړونده کسان هم نیول شوي اؤ دهغوي پرضد پلټنې پیل شوې دي.

دبشري حقونو نړیوال تنظیمونه پاکستان کې دملکي وګړو پرضد پوځي محکمو کې په مقدمو چلول کیدو اندېښنې ښایي اؤ وایي ویره ده چې پوځي محکمو کې ددغو کسانو بشري حقونو ته درناوی ونه شي.

خو د وزیراعظم سلاکار عرفان قادر اوړمه ورځ ویلي وؤ چې پوځي محکمو کې به ټولو تورنو کسانو ته د وکیل اؤ اپیل بشپړ حق ترلاسه وي اؤ دهغوي په حقونو به هیڅ رقم تېری نه کیږي

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG