دپاکستان دپنجاب ایالت راولپنډۍ نه لاهور ته روان دمسافرو بس دحادثې سره مخ شوی چې پکې 13کسان مړه شوي اؤ 15 نور ژوبل شوي دي.
دموټروی پولیسو ویاند رسنیو ته په جاري کړي خپل بیان کې ویلي چې دا پېښه دخالي- شنبې په ورځ دکلر کهار سیمې سره رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي د تېز رفتارۍ له امله دبس بریک فیل شوی اؤ دسړک په منځ کې دبل سړک د جۍ سره ټکر شوی اؤ نسکور شوی دی.
په ابتدایي اطلاعاتو کې ویل شوي چې دې پېښه کې دپینځوؤ ماشومانو اؤ درېوؤ مېرمنو په ګډون لږ تر لږه 13 کسان مړه شوي اؤ 15 نور ژوبل شوي دي چې په ژوبلو کې هم د 7کسانو حالت مرګونی ښودل کیږي
په پېښه کې مړه شوي اؤ ژوبل شوي کسان دکلر کهار ټراما سنټر ته رسول شوي دي.
دچکوال سیمې ډپټي کمشنر پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د پېښې ښکار شوی دا بس د پینډۍ نه لاهور ته روان ؤ چې ټول پکې 34 مسافر سواره وؤ .
هغه ویلي زخمیانو کې چې دکومو اوو تنانو حالت نازک ؤ هغوي د راولپنډۍ هسپتال ته دعلاج لپاره رسول شوي دي.
پاکستان کې اکثره د سورلیو ګاډي دداسې حادثو سره مخ کیږي چې څېړونکي یې علتونه واړه يا نري سړکونه، د غبرګو يا ډبل سړکونو نېشت والی، په شته قانون عمل نه کول، د مسافر وړونکو ګاډو تکنيکي حالت نه کتل، پر لويو لارو د ټريفک پوليس کمی، او د موټر چلونکو غفلت یا لاپرواهي او زيات سپېډ یادوي.
د روان کال دجنورۍ په پیل کې هم دبلوچستان په لسبیله سیمه کې دمسافرو یو بس له پله رغړیدلی ؤ چې 40مسافر پکې مړه شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي وؤ.
تر دغې پېښې وړاندې تېرکال دجولایي په میاشت کې بلوچستان سره په پوله د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې دمسافرو وړونکی یو بس ژورې کندې ته لویدلی ؤ چې پکې 19 تنه مسافر مړه شوي وؤ.
همدغه شان تېر کال په 16م اګست دپنجاب ایلات دملتان سیمې څخه دسیند ایالت سکهر سیمې ته په غځيدلې موټروى دمسافرو يو بس دتيلو دټانکر سره ټکر شوی ؤ چې له امله یې 20 کسان مړه شوي او 6 نور ژوبل وؤ.