واشنګټن - د اسلامي جهاد او حماس تندلارو فلسطیني ډلو مشرانو د ګل/دوشنبې په ورځ په تهران کې د ایراني مشرانو سره په داسې حال کې ملاقاتونه وکړل چې د اسراییل د قبضې لاندې وېسټ بنک یا لوېديځه غاړه کې یو ځل بیا مهلکه تشدد راپارېدلی دی.
د ایران صدر ابراهېم رئیسي د اسلامي جهاد د ډلې مشر زیاد النخله سره وکتل، او بل اړخ ته د حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه، د نورو جګپوړو چارواکو سره د لیدنې وړاندې، د ایران د قامي سلامتیا د کونسل له نوي ټاکل شوي سېکرېټري، علی اکبر احمدیان سره ملاقات وکړ.
د ایران د قامي سلامتیا کونسل سره اړوند خبري ویب سایټ، نورنیوز ترمخه، په دې لیدنه کې احمدیان د حماس مشر اسماعیل هنیه ته ویلي: "د فلسطین د څه باندې پېنځه اویا (۷۵) کلنې قبضې د ختمولو تر ټولو موثره لاره، مزاحمت کول دي."
د اسلامي جهاد د ډلې مشر النخله د تېرې هفتې راهېسي په ایران کې دی او د ایران د ستر مشر آیت الله علی خامنه یي او صدر ابراهیم رئیسي په شمول یې د جګپوړو ایراني چارواکو سره ملاقاتونه کړي دي.
د ګل/دوشنبې په ورځ، صدر رئیسي، زیاد النخله ته وویل چې اسراییل په دې مقصد د لا زیاتو عرب او مسلمانو ملکونو سره تعلقات معمولي کول غواړي چې "ځوان فلسطینیان د قبضه شوو علاقو د آزادولو نه مایوسه کړي." دا بیان د ایران د صدارتي دفتر په جاري شوي بیان کې راغلي دي. د بیان ترمخه، د ایران صدر د اسراییل په ضد د فلسطینیانو "مزاحمت" ستایلی دی.
په کال ۲۰۲۰ کې اسراییل د متحده عربي اماراتو، مراکش (المغرب)، او بحرین سره د ابراهېم تړون لاندې چې د امریکا په وساطت دستخط شوی، سفارتکاري تعلقات به حاله کړل.
د فلسطینیانو سره د اسراییل د رویي په سر، سعودي عرب د اسراییلي حکومت د تسلیمولو نه انکار کړی دی، مګر سعودي عرب چې یو قوي سني مذهبه مسلمان ملک ګڼلی کیږي او همدا شان ایران چې د سعودي رقیب بلل کیږي، په مارچ میاشت کې د چین په وساطت، پخپل منځ کې د تعلقاتو په بهتره کولو اتفاق وکړ.
په داسې وخت کې چې د فلسطیني ډلو مشران ایران ته تللي او هلته ملاقاتونه کوي، د ګل/دوشنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو د لویدیځې غاړې په جنین ښار کې یوه حمله ترسره کړله. په دې حمله کې پنځه فلسطینیان ووژل شول، چې یو یې د اسلامي جهاد ډلې غړی و. همدا شان د اسراییل د سرحدي پولیسو پېنځه تنه او دوه عسکر هم زخمي شوي دي.
اسراییلي پوځ وویل، د دې حملې مقصد د دوو "مطلوبو ملزمانو" ګرفتاري وه، چې یو یې د حماس او بل یې د اسلامي جهاد ډلو پورې تعلق درلود.
اسماعیل هنیه چې د ایران د سرکاري خبري اېجنسۍ – اېرنا – د رپوټ ترمخه د ګل/دوشنبې په سهار د یو لوی پلاوي په مشرۍ ایران ته ورسېد، د نورو چارواکو ترڅنګ به د ایران د صدر ابراهېم رئیسي او د ایران ستر مشر آیت الله علي خامنه یي سره وګوري.
ایران د فلسطینیانو یو کلک ملاتړی دی او خپل سرسخت رقیب هېواد، اسراییل په رسمیت نه پېژني. بل اړخ ته اسراییل او همدا شان امریکا، حماس او اسلامي جهاد ډلې د ترهګرو ډلو په حیث پېژني.