رپورټونه وایي په هندوستان کې د ګرمۍ زور ورځ تربلې سیوا کیږي اؤ په تېرو څو ورځو کې ددغه هیواد په دوؤ صوبو کې دسختې ګرمۍ د لاسه 170کسان مړه شوي اؤ ګڼ شمیر نور هسپتالونو ته رسول شوي دي.
د نړیوالې خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس د رپورټ له مخې دهند په بیهار ریاست کې د سختې ګرمۍ له وجې 47کسان مړه شوي اؤ په اترپردیش کې د54 کسانو د مړینې رپورټونه مخې ته راغلي دي.
رپورټ کې ویل شوي چې د اتر پردیش په بلیه ضلعه کې تر ټولو ستر هسپتال له ناروغانو ډک شوی اؤ مرده خانه کې یې هم دومره مړي پراته دي چې اوس د هسپتال چارواکي خلکو ته وایي باید هغوي خپل مړي کورونو ته یوسي.
د اوړي په موسم کې دهند شمالي سیمې زیاتې ګرمې وي خو دهند دموسمیاتو محکمې ویلي چې په دې وروستیو کې د حرارت درجه دنور کله نه زیاته پاتې شوې ده اؤ خلکو ته یې د جل وهلو خبرداری ورکړی دی.
د موسمیاتو د محکمې یو ساینس پوهه اتل کمار سنګهـ ویلي "مونږ دګرمۍ ددې څپې په اړوند دتېرو څو ورځونه خبرداري جاري کوؤ"
حکومتي چارواکو ددې خبرداری باوجود د اتوار تر ورځې خلکو ته داحتیاط په اړوند هیڅ نه دي ویلي اؤ تر دغه وخته د مړینو شمیره په بره ختلې وه.
د ای پي رپورټ وایي د هند دننه په دې سخته ګرمۍ کې د بجلۍ د تګ ستونزې هم خلک پریشانه کړي دي ځکه چې خلکو ته کورونو کې زیاتره اوبه نه وي، پنکي اؤ ایرکنډیشنونه نه شي چلولی اؤ سخته ګرمۍ کې دخپلو کارونو په کولو مجبور وي.
د اتر پردیش وزیراعلا یوګي ادتیه ناتهـ ویلي حکومت په پرله پسې توګه د بجلۍ د ورکړې باوري کولو لپاره ګامونه اخلي خو هغه په عامو وګړو دا غږ هم کړی چې دوی باید حکوومت سره مرسته وکړي اؤ بجلي په دانشمندۍ سره استعمال کړي.
وزیراعلا خپل بیان کې ویلي دې سوځوونکې ګرمۍ کې هرکلي اؤ هر ښار ته د دبجلۍ په مناسبه توګه ورکول په کار دي اؤ که په دې لړ کې څه ستونزه وي نو باید چې هغه په سمدستي توګه هواره کړل شي.