سمندر کې دغرق شوي ټایټینک سمندري جهاز د ملبې لیدلو لپاره د تللو سیلانیانو ابدوز د جنوب ختیځې کینیډا په سرحد لادرکه شوی دی.
د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې د ابدوز ورکیدو اطلاع ددغه ابدوز چلوونکې شخصي کمپنۍ ورکړې ده.
رپورټ وایي د تباه شوي ټایټینک دنندارې لپاره تللو پینځوؤ کسانو کې دوه پاکستانیان هم شامل دي چې دهغوي کورنۍ دخپلو دوؤ کسانو د لادرکه کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې دغو کسانو سره یې رابطه نه کیږي.
په بحر او قیانوس کې دتباه شوي ټایټینک جهاز لیدلو لپاره تللو ددغو دوؤ پاکستانیانو نومونه ډان ورځپاڼې شهزاده داود اؤ دهغه زوي سلیمان ښودلي دي.
شهزاده داود برتانیه کې ژوند کوي اؤ هغه دایس اي ټي اي انسټيټیوټ کې ټرسټي دی.
اوشن ګیټ ایکسپیډیشن نومې کمپنۍ د دوشنبې- ګل په ورځ خپل یو لنډ بیان کې ویلي هغوي ابدوز کې دسورو کسانو د بچ کولو لپاره ټولې لارې چارې چمتو کوي.
دامریکې سمندري ځواکونو لا په سمدستي توګه په دې پېښه دتبصرې خواستونو ته جواب نه دی ویلی خو دمیډیا رپورټونه وایي چې سمندري ځواکونو د ابدوز لټون اؤ د ژغورلو فعالیتونه پیل کړي دي.
یادې کمپنۍ پخپل بیان کې ویلي "مونږ دابدوز سره دتماس بحالولو په هڅو کې دګڼو سرکاري ادارو اؤ د ژور سمندر دکمپنیو له لوري دپراخه ترلاسه شوؤ مرستو مننه کوؤ"
دټایټنیک جهاز ملبه په سمندر کې 3800 میټره ژوره پرته ده اؤ په رپورټونو کې ویل شوي چې دې کمپنۍ دسیلګرو نه دجهاز دمبلې دنندارې لپاره سړي سر دوه نیم لکه ډالر اخستي دي.
ټایټينک جهاز په اپریل کال 1912 کې هغه مهال تباه شوی ؤ چې له تیاریدو وروسته په اول ځل سمندر ته ښکته کړل شوی ؤ اؤ دبرتانیې نه امریکا ته دتګ په مهال یو واورین ګټ سره دټکر کیدو له امله په سمندر کې ډوب شوی ؤ.
رپورټونه ښایي چې په دغه پېښه کې تر 1500 زیات کسان مړه شوي وؤ.