لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پلټنو مرکزي اداره وایي د یونان په ډوبه شوې کشتۍ کې 209 پاکستاني وګړي وو


واشنګټن ــــ د پاکستان د پلټنو د یوې ادارې د رپورټ تر مخه تېره اوونۍ په یونان کې په ډوبه شوې کشتۍ کې 209 پاکستاني وګړي سواره وو.

رایټرز خبري اداره وايي چې د پاکستان د وفاقي تحقیقاتو ادارې اېف ايي ای ته د 209 پاکستانیانو په اړه معلومات په کشتۍ کې د حادثې سره د مخ شوو کسانو د خپلو خپلوانو نه ترلاسه شوي دي.

د ایف ايي ترمخه د 181 کسانو تعلق د پاکستان اور د 28 کسانو تعلق د پاکستان د ولقې لاندې کشمیر سره دی.

دغه کشۍ چې پحقله یې چارواکي وايي د لیبیا نه د یونان په لوري روانه وه تر 400 نه تر 750 پورې خلک پکې سواره وو چې پکې د دولسو پاکستاني وګړو په شمول د 82 کسانو مړي موندل شوي او 104 نور ژغورل شوي دي.

د ایف ايي ای اسلام ایاد زون ډایریکټر رانا عبدالجبار رایټرز ته ویلي چې د حادثې پلټنې او د کره شمېرو معلوماتو په اړه یې هلې ځلې روانې دي.

ډایریکټر زیاتوي د وفاقي حکومت په امر یې تر 29 پورې هغه مشکوکه کسان نیولي دي چې په انساني قاچاق کې ککړ دي.

پاکستاني چارواکو د هغو کورنیو نه د ډي اېن ای راغونډولو عمل هم پېل کړی چې عزیزان یې په کشتۍ کې ډوب شوي او تر اوسه یې د لاشونو شناخت نه دی شوی. چارواکو ویلي تر اوسه د 201 خاندانونو نه د ډي این ای نمونې اخېستل شوي دي.

د یونان چارواکي وايي په کشتۍ کې د بیلابیلو هېوادونو تر 400 نه تر 750 پورې مسافر سواره وو. کشۍ د 20 نه تر 30 ګزه پورې اږوده وه چې د جون په څوارلسمه د پېلوس نومې ټاون نه اتیاکلومیټره لرې د زیات رش او وزن له وجې په اوبو کې ډوبه شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG