دامریکایي صدر جوباییډن اؤ دهند د وزیراعظم نریند مودي ترمنځ د زیارت په ورځ دترسره شوې لیدنې په اړوند دسپینې ماڼۍ له لوري په جارې کړل شوې اعلامیه کې ویل شوي ،دواړو مشرانو خپله لیدنه کې په پاکستان ټینکار کړی چې باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې خاوره یې د افراطي بریدونو لپاره ونه کارول شي.
اعلامیه کې ویل شوي" هغوي دپولې پورې غاړې نه دکیدونکې ترهګرۍ اؤ دترهګرۍ دپراکسیو داستعمال په کلکه غندنه وکړه اؤ دپاکستان نه یې دسمدستي کارروایۍ غوښتنه وکړه ترڅو دا خبره باوري کړي چې دکنټرول لاندې یوه سیمه یې هم دترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي"
د اټومې وسلو لرونکو دواړو ګاونډیو هیوادونو هند اؤ پاکستان تر منځ اړیکې دلسیزو راهسې تاوجنې دي اؤ په کال 1947 کې دترتانیې څخه د ازادۍ ترلاسه کولو راپدیخوا دې دواړو هیوادونو خپلو کې دکشمیر دشخړې پسر درې سترې جګړې کړې دي.
هند دکلونو راهسې په پاکستان د هغو اسلام پاله وسله والو ډلو د مرستې تورونه لګوي چې د1980م دلسیزې د وروستیو نه دهند د واک لاندې کشمیر کې دهندي ځواکونو پرضد په جګړه بوخت دي.
پاکستان دهند دا تورونه ردوي اؤ وایي هغه یوازې د خپلواکۍ دحق غوښتونکو کشمیریانو سفارتي اؤ اخلاقي مرسته کوي.
دهند لخوا په کال 2019 کې دخپلې برخې دکشمیر دځانګړي حیثیت ختمولو اقدام دپاکستان اؤ هند اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي.
دسپینې ماڼۍ له لوري جاري کړل شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي "صدرباییډن اؤ وزیراعظم نریندر مودي د القاعده،داعش،لشکر طیبه،جیش محمد،حزب الاسلام اؤ حزب مجاهدین په ګډون دهغو ټولو ترهګرو ډلو پرضد دکوټلو ګامونو اخستو غوښتنه تکرار کړه چې دملګرو ملتونو په نوملړ کې شاملې دي"
داسلام پاله تندروه ډلې لشکر طیبه باني حافظ سعید په کال 2008م کې دهند په ممبۍ ښار کې دشوؤ ترهګریزو بریدونو ذمه وار ګڼل کیږي چې پکې تر 160 زیات کسان وژل شوي وؤ.
ګډه اعلامیه کې ویل شوي هغوي(صدر باییډن اؤ مودي) د 26/11 دممبۍ اؤ پټهان کوټ دبریدونو دمجرمانو دانصاف محکمې ته د راکش کولو غوښتنه وکړه .
کال 2016م کې دهند په پټهان کوټ هوایي ډګر شوي برید کې دهند اووه امنیتي عسکر وژل شوي وؤ.