لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولادیمیر زلنسکي خبرداری ورکړی چې کېدای شي روس یې پر ایټمي بټۍ باندې برید وکړي


واشنګټن ــــ د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي وایي کېدای شي روس د دې لپاره تیارۍ کوي چې د اوکراین پر جوهوري پاور پلانټ یا ایټمي بټۍ باندې برید وکړي، دا د یورپ تر ټولو غټ ایټمي پلانت‌ ګڼل کېږي.

ولسمشر زلنسکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپله ورځنۍ وینا کې وویل، دا ضروري ده چې د زاپوریژیا جوهري پاور پلانټ په بشپړه توګه له قبضې خلاس کړای شي:

"هر څوک چې د روس له خوا د داسې وسیلو پر قبضه کولو، د اوکراین د خاورې پر کان کیندنه او پر جوهري پاور پلانټ باندې سترګې پټوي په اصل کې نه یواځې د روس د دې شر ملګری دی بلکې په عمومي توګه د ترهګرۍ ملګرتیا کوي".

د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ادارې مشر رافیل ګروسي وایي، د کاخوفکا بند له ورانېدو وروسته د زاپوریژیا ایټمي بټۍ د خوندیتوب او امنیت حالت "زښته ډېر نازک" دی. هغه د جګړې پر ټولو اړخونو ږغ وکړ چې د ایټمي ټکر د مخنیوي لپاره اصولو ته غاړه کښېږدي.

صدر زلنسکي خبرداری ورکړی چې که روس یې پر جوهري تاسیساتو باندې برید وکړي دا به ډېرې ناوړه نتیجې ولري، "ښکاره خبره ده چې ایټمي وړانګې دا پوښتنه نه کوي چې څوک بې طرفه دی او په نړۍ کې تر هر چا رسېدای شي".

د امریکې صدر جو بایډن او د هند وزیراعظم نریندرا مودي له پرونۍ لیدنې او خبري غونډې وروسته په ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو په اوکراین کې د جګړې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې پر ډاروونکو او له ناورینه ډکو بشري نتایجو یې خواشیني ښکاره کړې ده.

صدر بایډن او وزیراعظم مودي په خبرپاڼه کې د روس او اوکراین جګړې ته په اشارې سره غوښتنه کړې ده چې باید "نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو د منشور اصولو، مځکنۍ بشپړتیا او خودمختارۍ ته درناوی وشي".

د اوکراین صدر زلنسکي وایي چې په لومړۍ کرښه کې سخته جګړه روانه ده، خو وایي ځواکونه یې د اوکراین په جنوب کې پرمختګ کوي، خو د هېواد په ختیځه برخه کې د دفاع په حالت کې دی.

بل لور ته د روس چارواکو د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي چې د اوکرایني ځواکونو د نیمې شپې هوایي بریدونو هغه پول زیانمن کړی دی چې د کریمیا ټاپووزمه د اوکراین په جنوب کې له خیرسون سیمې سره نښلوي.

د چونګر پول په اوکراین کې د خیرسون او کریمیا تر منځ له څو محدودو لارو څخه ده چې روسي ځواکونه یې د کریمیا او د اوکراین د نورو هغو سیمو تر منځ کاروي چې د دوی تر واک لاندې دي.

د روس او اوکراین پر یو بل د تازه بریدونو په ترڅ کې د یورپي کمیشن مشرې اورزلا وېن ډیرلاین پرون د جون پر 22مه وویل، چې یورپي کمیشن به د اوکراین لپاره 1.5 ارب یورو مرسته ځانګړې کړي.

مېرمن اورزلا پر خپل ټویټر لیکلي، دا مرسته په دې هدف کوي چې د اوکراین د خدمتونو او د کارونو بنیادي برخې "د ازادۍ په زړوره جګړه کې" په خپل حال پاته وي:

مېرمن اورزلا وویل، یورپي ټولنه د اوکراین لپاره تر 2027م کال پورې د 50 ارب یورو مالي مرسته کوي چې 54.7 ارب ډالر جوړېږي.

یورپي اتحاد له اوکراین سره د مرستو تر اعلانولو یوه ورځ مخکې د شورو- چارشنبې په ورځ په روس باندې تازه بندیزونه لګولي دي.

د دغو نویو بندیزونو هدف دا دی چې له جګړې سره تړلي مهم وسایل او توکي د هغو هیوادونو له لارې روس ته د رسیدو مخه ونیسي چې له یورپي اتحاد سره تجارت کوي خو یورپي اتحاد له ماسکو سره د معمول په څېر تجارتي اړیکې ساتلې دي.

یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG