واشنګټن ــــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري د افغانستان لپاره له خپل ځانګړي استازي آصف دراني سره لیدلي او دواړو د افغانستان پر حالاتو د خبرو په ترڅ کې ویلي چې غواړي له کابل سره د همکارۍ اړیکو ته دوام ورکړي.
دا لیدنه د جمعې په ورځ شوې چې په اړه یې بلاول بټو پر ټویټر لیکلي، آصف دراني ورته له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د پاکستان د ګډو کارونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل:
"په دې کې د ترهګرۍ د مخنیوي، تجارت او اړیکو په اړه معلومات هم شامل وو. پاکستان د سیمې د امن او سوکالۍ لپاره [له افغانستان سره] ګډ کار کولو ته تیار دی".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې بلاول بټو په دې ملاقات کې له افغانستان سره د خپلې هېواد د هغوی منصوبو د مکملېدو امر کړی چې نیمګړي پاته دي.
طالبانو د دې لیدنې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي، چې حکومت یې د پاکستان په ګډون د نړۍ له هر هېواد سره ښې اړیکې غواړي.
پاکستان هم لا د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو سفارتي اړیکې یې ورسره بحالې دي او په کابل کې یې سفارت خلاص دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان نوي ځانګړي استازي آصف دراني د جون په لومړۍ اوونۍ کې د وي او اې اشنا خبریالې شهناز نفیس ته په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، پاکستان به د طالبانو حکومت هله په رسمیت وپېژني چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه یې هم منلو ته چمتو شي.
نوموړي ویلي وو د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ کومه ستونځه نه شته او د پاکستاني طالبانو په اړه یې خبرې روانې دي. دراني ویلي وو چې پاکستان اوس د سترېټیجیک ډیپت پالیسۍ ته اړتیا نه لري ځکه چې وایي هند او پاکستان دواړه ایټومي طاقتونه دي او جګړه نه کوي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف آصف درانی په تېره مې میاشت کې د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی وو. درانی په کوټه ښار کې زېږېدلی او هملته یې اعلی تعلیم کړی دی.
آصف درانی مخکې هم په افغانستان، ایران، امریکا او نورو هېوادونو کې د پاکستان د سفارتکار پاته شوی دی.