د پاکستان پوځ وایي د کشمیر په وېشونکې پوله یا لاین اف کنټرول د هندي پوځيانو په ډزو دوه عام وګړي وژل شوي اؤ یو ژوبل شوی دی. د هند حکومت لا دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی.
په دې پېښه پاکستان هند ته سخت احتجاج کړی اؤ د خالي- شنبې په ورځ په پاکستان کې د هند ناظم الامور خارجه وزارت ته وربلل شوی دی. پاکستاني چارواکو په ډزو وژل شوي کسان "بېګناه" بللي او د هند ناظم الامور ته یې احتجاجي لیک هم ورسپارلی دی.
د پاکستاني پوځ دم طبوعاتي څانګې ایي ایس پي آر په بیان کې ویل شوي هندي پوځیانو دخالي- شنبې په ورځ د لاین اف کنټرول په سټوال سیکټر کې د ګډبنو یا شپونکیانو په یوه ډله پاروونکې ډزې کړي چې دوه کسان پکې وژل شوي دي.
په دې پېښه کې د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو د 22کلن عبېد قیوم اؤ 55 کلن محمد قاسم په نومونو شوې ده چې د پونچهـ ضلعې د هجیره تحصیل اوسیدونکي وؤ.
د پاکستان پوځ په خپل بیان کې ویلي، پاکستان په لاین اف کنټرول د کشمیریانو د ژوند دح فاظت لپاره د خپلې خوښې د ځواب ورکولو حق خوندي لري.
دپاکستان دخارجه دفتر له لوري خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د لاین آف کنټرول په ستوال سیکټر کې هندي ځواکونو د ډزبندۍ څخه سرغړونه کړې ده اؤ پاکستان د هندي پوځیانو ډزو کې د بېګناه وګړو د مرګ ژوبلې غندنه کوي.
دخارجه دفتر بیان کې ویل شوي چې داسې پېښې د کال 2003م د ډزبندۍ دتړون نه ښکاره جاره سرغړونه ده اؤ په هند غږ شوی دی چې د اوربند تړون ته باید درناوی ولري.
د ایټمي وسلو لرونکو دواړو ګاونډیو هیوادونو هند اؤ پاکستان تر منځ اړیکې دلسیزو راهسې تاوجنې دي اؤ په کال 1947 کې دترتانیې څخه د ازادۍ ترلاسه کولو راپدیخوا دې دواړو هیوادونو خپلو کې دکشمیر دشخړې پسر درې سترې جګړې کړې دي.
مطبوعاتي رپورټونه د پاکستاني دپوځ دسرچینو له خولې وایي چې دکال 2014م وروسته د پاکستان او هند تر منځ د ډز بندۍ څخه په سرغړونو کې زیاتوالی راغلی چې په نتیجه کې یې د 300 څخه زیات عام وګړي وژل شوي دي.
هند دکلونو راهسې په پاکستان د هغو اسلام پاله وسله والو ډلو د مرستې تورونه لګوي چې د1980م دلسیزې د وروستیو نه دهند د واک لاندې کشمیر کې دهندي ځواکونو پرضد په جګړه بوخت دي.
پاکستان دهند دا تورونه ردوي اؤ وایي هغه یوازې د خپلواکۍ دحق غوښتونکو کشمیریانو سفارتي اؤ اخلاقي مرسته کوي.
دهند لخوا په کال 2019 کې دخپلې برخې دکشمیر دځانګړي حیثیت ختمولو اقدام دپاکستان اؤ هند اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې دامریکایي صدر جوباییډن اؤ دهند د وزیراعظم نریند مودي ترمنځ د زیارت په ورځ دترسره شوې لیدنې په اړوند دسپینې ماڼۍ له لوري په جارې کړل شوې اعلامیه کې ویل شوي ،دواړو مشرانو خپله لیدنه کې په پاکستان ټینکار کړی چې باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې خاوره یې د افراطي بریدونو لپاره ونه کارول شي.
دسپینې ماڼۍ له لوري جاري کړل شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي "صدرباییډن اؤ وزیراعظم نریندر مودي د القاعده،داعش،لشکر طیبه،جیش محمد،حزب الاسلام اؤ حزب مجاهدین په ګډون دهغو ټولو ترهګرو ډلو پرضد دکوټلو ګامونو اخستو غوښتنه تکرار کړه چې دملګرو ملتونو په نوملړ کې شاملې دي"
دامریکې دصدر اؤ دهند د وزیراعطم دملاقات دې اعلامیې ته خپل غبرګون کې دپاکستان خارجه دفتر دا اعلامیه بې لارې کوونکې بللې ده اؤ دپاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف اوړمه ورځ دپارلیمان غونډې ته د وینا په وخت ویلي وؤ، پاکستان باید په جغرافیایي توګه دچین،روس اؤ نورو ګاونډیانو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي