د پاکستان د بلوچستان صوبې حکومت په سړکونو د جوړو ټولو چیک پوسټونو په سمدستي توګه د ختمولو امر کړی اؤ دصوبایي حکومت له اجازې پرته یې دچیک پوسټونو په جوړولو بندیز لګولی دی.
بیلابیلو پاکستاني رسنیو پخپلو رپورټونو کې ویلي دچیک پوسټونو ختمولو دا امر د خالي-شنبې په ورځ دبلوچستان د صوبایي کابینې په هغه ځانګړې غونډه کې شوی چې دلسیزو راهسې دناکرارۍ سره دمخ دغه صوبې دامنیتي وضعې دجاج اخستو په موخه راجوړه شوې وه.
تر دې څو کرته وړاندې هم دبلوچستان حکومت صوبې نه د غیرضروري چیک پوسټونو ختمولو امر وخت په وخت کړی خو تر دې مهاله ددغه صوبې نه چیک پوسټونه نه دي ختم شوي.
په دې وروستیو کې د کورنیو چارو لپاره د بلوچستان د وزیراعلا سلا کار میرضیاء لانګو مطبوعاتو ته ویلي وؤ صوبه کې تر 800ؤ زیاتو چیک پوسټونو کې اوس زیاتره ختم کړل شوي خو دامنیت دساتلو اؤ دمخدره موادو دقاچاق لپاره په ځينو سیمو کې دچیک پوسټونو ساتل ضروري دي.
وړمه ورځ دبلوچستان دصوبایي کابینې په غونډه کې دامنیت دڅارنې په نوم په سړکونو دجوړو چیک پوسټونو غندنه شوې اؤ اړونده مرکزي اؤ صوبایي امنیتي ادارو ته امر شوی چې باید په سمدستي توګه دلویو سړکونو نه دا پوستې ختمې کړي.
دکابینې په غونډه کې پرېکړه شوې چې راتلونکي کې به دبلوچستان دننه هیڅ یوه اداره دصوبایي حکومت له اجازې پرته دسړک دپاسه چیک پوسته نه شي جوړولی اؤ دپوستې جوړولو لپاره به وړومبی دکورنیو چارو دمحکمې نه اجازه اخستل اړین وي.
د بلوچستان وزیراعلا میر عبدالقدوس بزنجو د وزیراعلا په توګه دټاکل کیدو نه وروسته صوبایي پارلیمان ته پخپله وړومبۍ وینا کې هوډ ښودلی ؤ چې صوبې نه به ټول غیر ضروري چیک پوسټونه ختموي.
دایکسپریس رسنۍ رپورټ وایي دصوبایي کابینې غړو ویلي چې دچیک پوسټونو په ترڅ کې به د ولس تذلیل په هیڅ صورت ونه منل شي اؤ نه به چاته د ولس د عزت نفس پامالولو اجازه ورکړل شي.
دکابینې غونډه کې په دې خبره افسوس ښکاره کړل شوی چې په چیک پوسټونو بسونو اؤ نورو ګاډو کې سواره ښځې،ماشومان،ناروغان اؤ د زاړه عمر خلک په ګینټو،ګینټو ایسارولی اؤ ځورولی شي.
کابینې ویلی چې مرکزي امنیتي ادارې باید دهیواد پولو حفاظت اؤ دمخدره مواده دقاچاق مخنیوی باوري کړي اؤ دکسټم ځواکونه،پولیس اؤ لیویز دا واک نه لري چې دچیک پوسټونو په جوړولو ولس وځوروي.
د رپورټ له مخې دکابینې غونډه کې په امنیتي ادارو غږ شوی چې د سماج دښمنه عناصرو پرضد باید هدفي عملیات وکړي اؤ په دې لړ کې په لویو لارو چیک پوسټونه جوړول کله هم سودمند نه دي ثابت شوي ځکه چې تر اوسه په دې سړکونو چلیدونکو بسونو نه یو ترهګر هم نه دی نیول شوی.
تر دې وړاندې په ستمبر کال 2021م کې دبلوچستان حکومت دصوبې یوازې په 18مقاماتو دچیک پوسټونو جوړولو اجازه ورکړې وه اؤ صوبې نه دټولو غیر ضروري چیک پوسټونو ختمولو لپاره یې یوه ګډه کاري کمیټه هم جوړه کړې وه.
خو سرچینې وایي چې د وزیراعلي میرعبدالقدوس بزنجو لخوا صوبې نه په پرله پسې ډول دغیر ضروري چیک پوسټونو ختمولو دامر باوجود هم تر اوسه دبلوچستان په ټولو مهمو سړکونو پوځ ، لیویز اؤ پولیس ځواکونو ځای پځای امنیتي چیک پوسټونه جوړ کړي دي.