لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن وايي، له ایران سره کوم نوی اټومي تړون نشته


واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، له ایران سره په کوم نوي اټومي تړون کار نه دی روان.

بلېنکن په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو شورا ته وویل، " د اختلافاتو په برخه کې هېڅ کوم تړون نه شته، حتی که مونږ د ډپلوماټیکو لارو د موندلو لپاره کار هم کوو."

بلېنکن له ایران سره د راتلونکو اړیکو په اړه وویل، "مونږ به د دوی کړنو ته ګورو."

بلېنکن له ایران څخه وغوښتل چې "داسې کړنې دې نه کوي چې ورسره له امریکا او منځني ختیځ سره اړیکې نورې خرابېږي."

ولسمشر جو بایډن په دې هیله کار پیل کړی و چې له ایران سره به د ۲۰۱۵ کال تړون ته بېرته وګرځي کوم چې د پخواني‌ ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا کنسل شوی و.

خو د اروپا په منځګړیتوب خبرې ناکامه شوې او په ایران کې له سترو لاریونونو سره واشنګټن زړه و نه کړ چې د ایران د اخندانو له دولت سره کوم تړون وکړي.

ډپلوماټانو ویلي، چې د عمان په منځګړیتوب په دې وروستیو میاشتو کې غیر مستقیمې خبرې بېرته پيل شوي.

د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون پر سر خبرې د هغو اختلافونو له امله ودرېدې کوم چې په ایران باندې د ټرمپ د ادارې لخوا د لګول شویو بندیزونو د معافۍ په اړه وې او دا چې کله به ایران له خپلو هغو کړنو څخه په شا کېږي چې له تړون څخه د امریکا د وتلو په غبرګون کې یې ترسره کړي.

بلېنکن وویل، د بایډن ادارې له اروپايي قدرتونو سره د یوه "ښه نیت هڅې" وکړې او همدارنګه له چین او روس سره هم چې دغه تړون ته بېرته وګرځي او د یو وخت لپاره "دا شونې هم ښکارېدل."

هغه وویل، "ایران ونشو کړای او یا یې و نه کړل چې هغه اړین کارونه ترسره کړي چې د تړون له ژمنو سره موافق وي."

بل پلو په سیمه کې بلېنکن د اسرایلو او سعودي ترمنځ رول ترسره کړی چې دواړه یې اوس له امریکا سره ستونزمنې اړیکې لري.

بلېنکن چې د جون په لومړیو کې یې سعودي عرب ته سفر کړی وو ویلي، "یقینا چې سعودي عرب او اسرایل دواړه د اړیکو نورمال کېدو ته لیواله دي."

هغه وویل، "دا زیات له ننګونو ډک او سخت کار دی او داسې څه نه دي چې په یوه شپه کې به وشي، خو دا یو ریښتینی دید دی چې مونږ ورته کار کوو."

اسرایلو په ۲۰۲۰ کال له درې عرب هېوادونو سره اړیکې نورمال کړې چې په هغو کې عربي متحده امارات، بحرین او مراکو هېوادونه وو.

ټرمپ او وزیر اعظم نریندرا مودي دا مهمه لاسته راوړنه ګڼي.

د نتن یاهو لپاره به د سعودي پېژندنه د کودتا په څېر وي ځکه سعودي یو لوی هېواد دی او په عربي نړۍ کې خپل اغېز او د اسلام د سپېڅلو ځایونو د ساتونکو په توګه لوړ حیثیت لري.

سعودیانود فلسطینیانو په حقونو کې د پرمختګ غوښتنه کړې.

بلېنکن د نهې یا سې شنبې په ورځ د اسرایلو د بهرنیو چارو له وزیر ایلې کوهن سره خبرې کړي او له هغه یې په لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG