لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر:پوځ وایي عملیاتو کې یې یو ترهګر وژلی او درې نور ژوبل شوي دي


دپاکستان پوځ وایي دافغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه خېبر کې یې د ترهګرو پرضد عملیات ترسره کړي چې پکې یو ترهګر وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دپوځ مطبوعاتي څانګې دچهارشنبې په ماښام خپل بیان کې ویلي، دا عملیات دخېبر قبایلي ضلعې په لرې پرته سیمه تېراه کې داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړی شوي‌ .

پوځ پخپل لنډ بیان کې یوازې دومره دعوه کړې ده چې عملیاتو کې یو ترهګر وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي خو نور یې هیڅ نه دي ویلي چې د وژل شوي اؤ ژوبل شوؤ ترهګرو تعلق دکومې وسله والې ډلې یا کومې سیمې سره دی؟

دپوځ بیان کې دعوه شوې ده چې د وژل شوي ترهګر د ولکې نه وسله ا‌ؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې دپوځ‌ اؤ نورو امنیتي ځواکونو پرضد دترهګریزو بریدونو لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې چې ددې بریدونو پړه زیاتره وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان اؤ داعش پغاړه اخلي.

دترهګرو بریدونو کې دچټکتیا سره سم پوځ هم وایي چې داستخباراتي معلوماتو په اساس یې دهیواد بیلابیلو سیمو کې دپټو ترهګر اؤ تندلارو پرضد خپل عملیات چټک کړي دي.

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې پوځ دعوه کړې وه چې دافغانستان دپولې ترڅنګ دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې هم د ترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي چې درې وسله وال پکې وژل شوي دي.

سرچینو ویلي په دغو عملیاتو کې پاکستان کې دداعش مهم مشر شفیع الله هم وژل شوی چې امنیتي ځواکونو یې په سل شل لکه روپۍ انعام ویستی ؤ.

په 17م جون د قبایلي ضلعې خېبر په برقمبرخیل سیمه کې نامعلومو وسله والو په قیمت خان پولیس پوسته برید کړی ؤ چې پکې درې پولیس عسکر ژوبل شوي وؤ.

تر هغې وړاندې په نهم جون هم خېبر ضلعه کې وسله والو په پولیسو برید کړی ؤ چې د فضل حیات په نوم یو عسکر پکې وړومبی ژوبل شوی اؤ په سبا مړ شوی ؤ.

په 27م مئ دخېبر ضلعې د تېراه په متهری علاقه کې وسله والو دایف سي ځواکونو یوه پوسته په راکټ لانچر ویشلې وه چې پکې دایف سي ځواک یو عسکر وژل شوی اؤ پینځه نور ژوبل شوي وؤ.

تر دغې پېښې یوه ورځ وړاندې دخېبر په دوجنګي سیمه کې هم وسله وال دایف سي ځواکونو په یو کاروان برید کړی ؤ چې پکې پینځه عسکر ژوبل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG