لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او عرب هيوادونو په سويډن کې د قران سوځولو پېښه غندلې ده


پاکستان او عرب هيوادونو په سويډن کې د قران سوځولو د پېښې په کلکه غندنه کړې او پاکستان ويلي د ازادي اظهار د احتجاج په نوم امتيازي سلوک، کرکه او تشدد پله پارولو دپاره په ارادې سره داسې اقدام جايز نه شي ګڼل کېدی.

د رپوټونو ترمخه د شورو- چهارشنبې په ورځ د سويډن په پلازمېنه سټاک هوم کې د مرکزي جومات نه بهر 37 کلن عراقي سویډش سلوان موميکا نومي تن د احتجاج په توګه قرآن سوځولی او د دغه کار دپاره یې د پوليس نه اجازت غوښتی وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د لوی اختر په موقع په سويډن کې د جومات نه بهر په ښکاره قرآن سوځولو د ناوړه عمل په کلکه غندنه کوي.

پاکستان ويلي، د نړيوال قانون ترمخه د رياستونو زمه واري ده چې د مذهبي کرکې په وکالت پابندي ولګوي کوم چې د تشدد پارولو سبب جوړيږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت تر مخه دا په څو مياشتو کې په لويديځ کې دغه رنګه د اسلامو فوبک پېښې کېدل په داسې قانوني چوکاټ پوښتنې راولاړوي کوم چې د کرکې د پېښو اجازه ورکوي.

پاکستان زياته کړې، د ازادي اظهار ر ای حق کرکې ته هوا ورکول او د مذهبونو ترمنځ يو والي ختمولو لايسنس نه ورکوي، پاکستان په ياده پېښه خپل تحفظات سویډن ته رسوي او په نړيواله ټولنه او قومي حکومتونو دواړو لازم ګرځوي چې د زينو فوبيا، اسلامو فوبيا او مسلمان دښمنۍ سېوا کېدونکو پېښو د مخنيوي دپاره د باور وړ کلک ګامونه واخلي.

د اې اېف پي خبري ادارې ترمخه عراق، ايران، سعودي عرب او نورو د منځني ختيځ هيوادونو په سويډن کې د قران سوځولو د پېښې غندنه کړې او خبرداری یې ورکړی دا ډول اعمال په نړۍ کې د مسلمانانو احساسات لړځوي.

د روان کال جنورۍ په میاشت کې سويډني مظاهره چیانو په سټاک هوم کې د ترکیې سفارت مخې ته قرآن ته اور ورته کړی وو او دغې کار د نړۍ په مسلمانانو کې قهر او خفګان پارولی چې په نتیجه کې یې څو هفتې د مسلمانانو مظاهرې شوې او د سويډن سره د تجارت د بندولو او په نېټو کې د هغه ملک د غړیتوب د مخنیوي غوښتنه یې کړې وه.

د هغې پېښې نه وروسته، دوه ځله نور هم د پولیسو نه په سويډن کې د قران سوځولو اجازت غوښتل شوی چې پولیسو د دې اجازت د ورکولو نه انکار کړی وو.

پوليسود اجازت نه ورکولو وجه دا ښودلې وه چې د جنورۍ د میاشتې مظاهرو او قران سوځولو، سویډن د تندلارو د حملو یوه تر ټولو اهمه نښه ګرځولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG