لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کېنېډا د ځنګلونو اورلګېدنه: د 100 میلینو نه زیات امریکاییان یې د لوګي له خطر سره مخ دي


واشنګټن - د کېنېډا په ځنګلونو کې د پراخې اورلګېدنې له امله یو ځل بیا د اور لوګي د امریکې خوا ته راغلي او د امریکې د آبادۍ قریب یو په درېیمه برخه یې د ککړې هوا سره مخامخ کړي دي. د زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکې په مشرقي او منځني ریاستونو کې هوا د کېنېډا د اور په لوګيو ککړه وه چې په ځینو سیمو کې یې غیرصحتمند او په ځینو نورو سیمو کې یې خطرناک ماحول راپیدا کړی دی.

د امریکې د موسمیاتو مرکزي محکمې وویل چې تر نیمې شپې پورې، د وېسکانسن او اېلېنوی نه نیولې بیا تر مېشیګن، نیویارک او نورو مشرقي ریاستونو پورې خلکو ته د ککړې هوا له امله خبرداری ورکړی شوی چې په ځان دې پام ساتي.

څه باندې سل (۱۰۰) میلینه امریکاییانو ته وویل شول چې په بهر ماحول کې دې خپل فعالیتونه محدود کړي او که ضرورت یې وي او مریضي ولري، نو ماسکونه دې واچوي. ماشومانو او د پاخه عمر خاوندانو ته هم نصیحت شوی چې خپل فعالیتونه دې راکم کړي او چې ضرورت یې نه وي، د کورونو نه دې بهر نه وځي.

د نیویارک، شیکاګو او فېلاډلفیا په شان سترو ښارونو کې خلکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ خړ آسمان لیدلو او د لرګیو د سوځېدو بوی یې تر سپږمو کېدلو.

د نیویارک ښار مېیئر/ښاروال اېرېک آډمز پخپل ټویټر ولیکل: «د زیارت په ورځ احتیاط وکړئ. که تاسو سره د صحت څه مسئله وي، په شمول د سا اخېستلو لکه د استما مرض، نو د کوره بهر کارونه مو راکم کړئ.»

د زیارت/پنجشنبې په ورځ سهار، د شیکاګو ښار په سر آسمان د درېیمې پرله پسې ورځې دپاره خړ پړ ښکارېده. د آی کیو ائیر ډاټ کام ترمخه، په شیکاګو کې د هوا معیار «غیرصحتمند» پاته و.

د کېنېډا په ځنګلونو کې سږکال دومره پراخه اورلګېدنه شوې چې بې مثاله ګڼل کیږي. ویل کیږي چې په دې اورلګېدنه کې تر اوسه قریب شل (19.8) میلینه اېکړه ځنګلونه سوځېدلي دي. دا اورونه په یو ځای نه دي بل. د شورو/چهارشنبې په ورځ په یووخت کې په 477 ځایونو کې اورونه بل و چې قریب نیمایي یې د کنټرول نه بهر وګڼل شول.

د یوې خوا د کېنېډا د اورونو لوګیو په امریکا باندې لمن خوره کړې، بل اړخ ته د امریکې په مشرقي او منځني ریاستونو کې د تودخي ګرمه څپه هم رالګېدلې ده. په همدې حال کې امریکاییان آمادګي نیسي چې د جولائی په څلورمه د خپل هېواد د آزادۍ ورځ ولمانځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG