د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وايي، د نړیوالې مالیاتي ادارې [آی اېم اېف] سره نن د سټاف لېول تړون شوی دی، په 12 جولايۍ به د بورډ غونډه کيږي او د هغې وروسته به پاکستان ته پېسې راتلل پېل شي.
د جمعې په ورځ د خزانې وزیر اسحاق ډار او نورو وزیرانو سره ګډ خبري کانفرنس ته نوموړي وويل، "اوسنی پروګرام د درې اربه ډالرو د نهه مياشتو مودې دی او سټېنډ بای اېګريمنټ شوی دی".
شهباز شریف وويل،" پاکستان د ديواليه کېدو نه بچ شو" او زياته یې کړه، "په ملک کې د نهمې مې پېښې هم د هغې سازش کړۍ وه چې پاکستان ديوالیه کېدو ته ديکه کړی شي".
هغه وويل، "په نهمه مې د پاکستان تباه کولو ناوړه سازش شوی او په دغه سازش کې په ملک کې دننه او بهر دوست نما دښمنان شامل وو".
شهباز شريف زياته کړه، "دغو سازش کوونکو غوښتل چې د آی اېم اېف پروګرام ترلاسه نه شي او ملک ديواليه شي، فتنې جوړونکو د قوم او پوځ ترمنځ د فاصلې جوړولو هڅه کړې خو هغه مخونه ښکاره شو چا چې پاکستان تباه کول غوښته". نوموړي د مخکيني وزيراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند نوم وانه خستو.
پاکستان کې په نهمه مې د غبن د قضيې په تور کې د عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.
خو عمران خان په وروستيو کې ویلي، "په حقيقت کې د دوی پرضد سازش شوی دی".
شهباز شريف په خبري کانفرنس کې وويل، دوی د راتلونکې دپاره په ملک کې "د کرکيلي د بحالۍ دپاره جامع پلان جوړ کړی، په ملک کې بې ساری معدنيات دي، څیزونو ته بيا کتنه کيږي، انفارمشن ټينکالوجي داسې مېدان دی چې ځوانان پکې کار کوي په دغه برخه کې په اربونو روپۍ پانګونې کېدی شي، د هغې دپاره ماسټر پلان جوړ کړی شوی دی".
هغه وويل په دغه پلان کې سیاسي، دفاعي او ټولې ادارې شامل دي، عدليې، پارلیمان، صوبو او ټولو ته به په دې کې خپله برخه اچول وي، د ګلف هېوادونو نه به سرمايه کاري راوستل وي.
اسحاق ډارخبري کانفرنس ته وويل، د پاکستان نهمه جايزه کې درې میاشتې وروسته شوې وې او که نهمه جايزه ترلاسه شوې وې لسمه او 11مه بيا نه شوې ترلاسه کېدی.اوسنی تړون د نهمه مياشتو دپاره دی، او پروګرام لاسليک شوی دی.
هغه زیاته کړه، د نړيوالې مالياتي ادارې سره دا 23 پروګرام لاسليک شو او يواځینی پروګرام په 2018 کې پوره شوی وو، نور ټول نيمګړي پاتې شوي او پاکستان ترې تښتېدلی دی.
هغه دعوه وکړه، "که د آی اېم اېف پروګرام نه وی ترلاسه شوی ملک به نه ديوالیه کېدو د دوی سره بل پلان وو"، خو د بل پلان تفصيل یې ونه ويلو.
پاکستان کې اقتصاد پوهان په دې نظر وو که د نړيوالې مالياتي ادارې نه پاکستان ته پور ترلاسه نه شو ملک د ديوالیه کېدو د خطرې سره مخ وو.
اقتصاد پوهان وايي، د اوسني پروګرام سره په سمدستي توګه د پاکستان د دیواليه کېدو خطره ختمه شوه او ملک ته د اقتصادي اصلاحاتو او اقداماتو موقع په لاس ورغله خو د دې اوسني تړون سره به په عام ولس ګراني نه کميږي بلکې سختي به پرې په خپل ځای وي.