لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: په فرانس کې د راپارېدلو مظاهرو او تشدد پیښو کې 1300 لاریون کونکي نیول شوي


واشنګټن - په فرانس کې د لوټمار او له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو نن څلورمه ورځ ده او په ښارونو کې پرځای کړل شوو پولیسو تر 1300 پورې مظاهرچیان نیولي.

بل پلو په ټریفک کې د درېدو په وخت د یو پولیس لخوا په ډزو د ویشتل شوي 17 کلن ځوان نهال د جنازې مراسم نیول شوی وو خو په ورته وخت کې د تشدد پیښو کې لا زیاتوالی راغلی.

د جنازې مراسم د پیرس په یوې ادیره کې ډیر په محتاطه توګه د تناؤه نه ډک ماحول کې نیول شوي او ګڼ شمیر خلک پکې ګډون ته ورغلي.

د صوبې یو وزارت ویلي، تیره شپه 1350 موټرو او 234 ودانیو ته اورونه اچول شوي.

دوي زیاتوي په عامو ولسي ځایونو کې د اور اچولو پیښې له 2560 ځایونو نه راپور شوي.

یاد وزارت زیاتوي 79 پرځای کړل شوي پولیس افسران هم ژوبل شوي دي.

د فرانس لخوا د 45 زره نه زیات پولیس او خصوصي عسکر په وړو بکتربند موټرو کې د امنیت خوندي کولو لپاره پرځای کولو باوجود نښتې او مظاهرې روانې دي.

په مارسیل، لیون او ګرینوبل ښارونو کې د پولیس په موجودګۍ کې د لوټمار مخه نه ده نیول شوې.

نن پیرس کې ښه سخت باران هم شوی چې ورسره مظاهره کونکي یوڅه خپاره شوي.

ای ایف پي خبري ادارې ترمخه په پیرس کې پولیسو 406 مظاهرچیان نیولي.

د پولیس لخوا د اوږدې مودې نه د کم امدن او د غیرملکي خلکو سره د نسلي تعصبه ډک چلند باندې خاموشي د نهال په وژنه ماته شوه.

د وژل شوي 17 کلن ځوان مور موعینه ویلي 38 کلن پولیس افسر چې په خپل سر د انسان وژنې په تور نیول شوی یو عرب ماشوم ولیدو او وې غوښتل چې د هغه ژوند واخلي.

د فرانس صدر ایمانول مکران په شورو کې ناقابل معافۍ وژنه وغندله خو ددغه ځوان وژنې په سر د تشدد پیښې يي ناقابل قبول وبلله او ژمنه يي وکړه چې ټولنیزه شبکو سره به په دغه اړه کار کوي چې په یو وژنه د تشدد د پیښو مخنیوی وکړي.

ده په میندو او پلرونو هم غږ وکړو چې ددغه کم عمره ځوانانو مظاهرو ختمولو کې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د جمعې په ورځ ویلي له شمالي افریقا سره تعلق لرونکي ځوان وژنه یو داسې لمحه ده چې اوس په دغه هیواد کې د قانون پرځای کونکو ادارو سره د نسلي تعصب او د نسل په اساس غیرمساوي رویو باندې کار وکړي.

روانو نا ارامیو په فرانس کې د رګبي نړیوال کپ او په کال 2024 م کې د پیرس اولمپیک لوبو په اړه هم اندیښنې راپورته کړي.

برتانيي او اروپايي هیوادونو خپلو شهریانو ته د تشدد ډکو پيښو د ځایونو نه د لرې پاتې کیدو امرونه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG