واشنګټن - د افغانستان واکمن طالبان وايي اسلامي امارت يې د شنګهايي کواپريشن ارګنايزېشن دې غوښتنې ته چې بايد طالبان په ياد هېواد کې ټولشموله حکومت جوړ کړي، وايي په حکومت کې يې د هرې ژبې، نسل او سمت نمايندګي شته.
د طالبانو وزارت خارجه په خپل ټوېټر پاڼه د غونډې په اړه ليکلي چې د سیمې د امنيت د خونديتوب او د همکاریو د پراخوالي په اړه د ښې همغږۍ رامنځته کولو په پار د ورته ناستو هرکلی کوي.
نزدې دوه کاله کيږي چې طالبانو په افغانستان کې په زور واک نيولی خو تر اوسه يو هېواد هم د دوی حکومت په رسميت نه پېژني.
د طالبانو په حکومت نيوکې روانې دي چې نه خو طالبان د نورو لږکيو ډلو خلکو ته په واک کې برخه ورکوي او نه په ښځو لګول شوي بندېزونه ختموي.
د طالبانو اعلاميه وايي "په ورته ناستو کې د افغانستان (چې د ناظر په توګه یې غړیتوب لری) استازي ته د ګډون زمينه مساعدول خپل مسلم حق او نه شتون یې د هر اړخيزې همغږۍ پر وړاندې خنډ بولي".
د شنګهايي کواپريشن ارګنايزيشن د غړو لخوا په ګډه اعلاميه کې غوښتنه شوې او وايي دا ضروري ده چې په افغانستان کې يو داسې حکومت جوړ شي چې د هر نسل، مذهب او سياسي ډلو نمايندګي پکې وي.
د افغانستان د روان حالت په اړه د طالبانو وزارت خارجه ويلي د افغانستان په اړه د پرېکړو په بهير کې بايد طالبان شامل پاتې شي چې "د نا امنیو د مخنیوي او مخدره توکو د قاچاق بندښت، بشري مرستو رسولو او د بنسټيزو پروژو په عملي کولو کې او د سیمي په اقتصادي وصل کې اسانتیا، همکاري او دوه اړخیز ډاډ رامنځ ته شي".
د طالبانو حکومت وايي د اعلامیې هغه برخه چې په کې "د ازاد، باثباته، متحد، له جنګ او له مخدره موادو څخه پاک افغانستان پکې ملاتړ شوی، له افغانانو سره د بشري کومکونو د دوام او د کډوالو د راستنېدا په برخه کې د اسانتیا برابرولو یادونه شوې، ستايي او په دې تړاو هر راز همکاري ته چمتو دی".
د وزارت خارجه په بيان کې ويلي شوي “په اسلامي امارت کې د هرې ژبې، نسل او سمت استازي شتون لري، په دې اړه د غړو هیوادونو اندیښنې د حقایقو په واقعي درک سره حل کېدای شي”.
اسلامي امارت ټینګار کوي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان راتلونکې سرمشریزه غونډه کې چې په قزاقستان کې به کېږي افغان حکومت ته د ګډون زمینه برابره شي.