واشنګټن ــــ ملګرو ملتونو په یو تازه رپوټ کې د افغانستان په ګډون په کانګو، اسرایل، فلسطین، سومالیا، شام، اوکراین او یمن کې د ماشومانو حالت د اندېښنې وړ بللی او په دغو هېوادونو کې یې په جګړو کې د ماشومانو د ګومارل کېدو او له هغوی سره د تشدد پېښې ریکارډ کړې دي.
دغه رپوټ د جولای پر پینځمه خپور شوی چې پکې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش له خولې د افغانستان په اړه ویل شوی، چې په دې هېواد کې یې د 970 ماشومانو په ضد د پراخو سرغړونو 1,797 پېښې تایید کړې دي.
رپوټ وایي په دغو ماشومانو کې 783 هلکان او 187 نجونې دي او 14 داسې ماشومان هم پکې شامل دي چې څو ځله یې له حقونو سرغړونه شوې ده:
"له دې سره سره ملګرو ملتونو په 2022م کال کې د طالبانو له خوا د 494 هلکانو د ګومارلو پېښې هم تایید کړې دي چې له هغوی څخه [په جګړو کې] کار اخیستل شوی او دا په تېرو کلونو کې شوي دي".
د طالبانو حکومت تر اوسه پورې دې رپوټ ته رسمي جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو د ادارو هغه رپوټونه له حقیقته لرې بللي چې پکې پر دوی د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګېدلي دي.
د ملګرو ملتونو رپوټ وایي طالبانو تېر کال 69 هلکان د خپل حکومت له مخالفې ډلې «ملي مقاومت جبهې» سره د اړیکو په لرلو په تور نیولي وو، چې وایي په هغوی کې یې 29 خوشي کړي او دوه په بند کې مړه شوي دي.
رپوټ وایي تېر کال 53 هلکان او یوه نجلۍ ګومارل شوي او په جګړو کې ترې کار اخیستل شوی دی، چې وایي په دوی کې 22 په جګړه کې د ملاتړو رول تر سره کړی دی.
په رپوټ کې ویل شوي چې په دغو 54 ماشومانو کې 38 طالبانو، 15 د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهې» او د یو ماشوم نامعلومه ذمه وارانو ګومارلي او په جګړه کې یې ترې کار اخیستی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې تېر کال 909 ماشومان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او معذوره شوي دي، چې وایي په هغوی کې 732 هلکان او 177 نجونه دي، په دوی کې د وژل شویو شمېر 253 او د معذوره شویو شمېر 656 دی.
په رپوټ کې راغلي چې په دغو کې د 694 ماشومانو د وژل کېدو او معذوره کېدو پېښې ناڅرګندو ذمه واره کسانو، 112 تنه داعش خراسان ډلې او 98 تنه طالبانو ته منسوب دي او پینځه د پاکستان له خوا په ډزو کې زیانمن شوي دي. رپوټ وایي په دغو کې 26 ماشومان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
د ملګروملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش په دغه رپوټ کې ویلي، تېر کال یې په افغانستان کې د ماشومانو خلاف د جنسي تېري 13 پیښې ریکارډ کړې دي چې وایي په هغوی کې 11 نجونې او دوه هلکان وو.
په دغو پېښو کې نهه د تشدد او جنسي تېري، درې د جبري ودونو او یوه د بجه بازۍ وه. ددې رپوټ له مخې د جنسي تېري د اوو پېښو ذمه وار طالبان دي، د پینځو ناپېژانده کسان دي او په یوه پېښه کې یو پخوانی حکومت پلوه ملېشه ښکېل بلل شوی دی.
ملګرو ملتونه وایي تېر کال یې په ا فغانستان کې پر سکولونو 72 بریدونه او په روغتونونو باندې 23 بریدونه هم تایید کړي دي. پر سکولونو او روغتونونو 77 بریدونه طالبانو ته، 14 ناپېژانده کسانو ته او څلور داعش ډلې ته منسوب کړل شوي دي.