لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټوېټر په مقابله کې نوی پلېټفارم پرانېستل شو- لسهاوو میلینه صارفین یې پیدا کړي


واشنګټن - مېتا کمپنۍ چې فېسبوک، انسټاګرام او وټساپ ورپورې اړه لري، د ټوېټر غوندې یو تازه پلېټفارم پرانېست چې ټرېډز (Threads) نومیږي او مقصد یې حریف پلېټفارم ټوېټر ته چلېنج جوړول دي. د ټرېډز د پرانېستې وروستو، په لسهاوو میلینه کسانو په هغه کې اکاونټونه جوړ کړل.

ټرېډز د شورو/چهارشنبې په ورځ په امریکا او څه باندې سل (۱۰۰) نورو ملکونو کې لانچ/پرانېستل شو.

د زیارت/پنجشنبې ورځې په سهار د مېتا کمپنۍ مشر مارک زوکربرګ پخپلې ټرېډز پاڼې کې ولیکل چې دېرش میلینه کسانو په دغه نوي پلېټفارم کې اکاونټونه پرانېستي دي.

هغه په خپلې لیکنې کې زیاته کړې: «داسې احساس کیږي چې یو خاص څه پیل شوی وي، خو مونږ ته ډېر کار کول دي چې دا اېپلېکشن جوړ کړو.»

د مېتا کمپنۍ د مشر مارک زوکربرګ ټرېډ، د جولائی ۶مه، ۲۰۲۳
د مېتا کمپنۍ د مشر مارک زوکربرګ ټرېډ، د جولائی ۶مه، ۲۰۲۳

ټرېډز د انسټاګرام اېپ غوندې یو پلېټفارم دی، مګر پر متن مبني دی. انسټاګرام هم د مېټا کمپنۍ اېپ دی.

مېتا کمپنۍ وایي چې ټرېډز «د وخت په وخت تازه معلوماتو او د عوامي خبرو اترو دپاره یو نوی او جدا ځای» دی.

ټرېډز ته په ګڼ شمېر کې د خلکو ورتګ، ممکن د دې څرګندونه کوي چې صارفین د ټوېټر نه بغیر د یو متبادل پلېټفارم په لټون کې دي. ټوېټر تېر کال اېلن مسک په څه باندې څلوېښت بلینه ډالر واخېست او د هغه وخت راهیسي له ستونزو سره مخ دی. داسې ښکاري چې د ټوېټر د دې حالت نه، مېتا کمپنۍ د یو فرصت په حیث ګټه اخېستې او خلکو ته یې یو متبادل پلېټفارم وړاندې کړی دی.

د ټوېټر په شان، ټرېډز کې هم صارفین کولی شي لنډ متنونه پوسټ کړي، د نورو پوسټونه (ټرېډونه) لایک کړي او یا یې ري-پوسټ یا شریک کړي. په ټرېډز کې د هر پوسټ ګنجایش تر پنځه سوه کرېکټرو پورې دی او صارفین کولی شي لېنکونه، عکسونه او ویډیوګانې چې د پنځو مېنټو نه زیاتې نه وي، هم خپرې کړي. مګر په ټرېډز کې د نېغ په نېغه یا ډایرېکټ مسېج آپشن تر اوسه نشته.

په یورپي اتحاد کې تر اوسه ټرېډز ته رسایي نشته، او وجه یې د ضابطو فکرمندي ده.

ټرېډز د یو مستقل اېپ په توګه د رسایي وړ دی، مګر صارفین کولی شي د خپل انسټاګرام په آی ډي او پاسوورډ هلته دننه شي. انسټاګرام کې هره میاشت د فعالو صارفینو شمېر د دوه بلینه څخه ډېر دی، او په دې سره به ټرېډز اېپ ته هم په کم وخت کې زیات شمېر صارفین ورشي چې دا پخپله، د ماهرینو په وینا، ټوېټر ته یو لوی چلېنج ګڼل کیږي.

د ټوېټر نوې سي اي او، لېنډا یاکارینو د زیارت/پنجشنبې په ورځ، بغیر د دې چې د ټرېډز نوم هم واخلي، وویل: «اکثره زمونږ تقلید کیږي، مګر ټوېټر کامیونیټي هېڅ کله نقل کېدلی نشي.»

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG