پېښور - په تورخم کې ګڼ شمېر افغانان چې غواړي خپل وطن ته ستانه شي، له تېرو څو ورځو راهېسي د سرحد غاړې ته ایسار کړی شوي او پرانېستې ځمکه د اسمان لاندې سختې شېبې تېروي.
پاکستاني چارواکي دوی ته په دې د ستنېدو اجازت نه ده ورکړې چې وایي صرف ورسره تذکرې موجودې دي او نور قانوني دستاوېزات نلري. په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د افغانستان اوسېدونکی غالب خان وي او اې ډيوه ته ووېل هغوی په جهګړه کې مېشت وو او دا يې دريمه ورځ ده چې په تورخم کې ګېر پاته دي او وخت داسې ورباندې تېریږي "لکه په دوزخ کې چې پراته يو."
غالب خان زیاته کړه: "بېګاه شپه مې په بارانه کې تېره کړې، سامان ټول لوند شو، واړه او ښځې هم ټولې لندې شولې. تر اوسه پورې څوک هم رانغلو چې تاسو څه حال کې پراته يې او څه کوئ او څه نه کوئ او چرته ځئ او چرته نه ځئ".
افغان کډوال وايي دې نه وړاندې هغوی د پنجاب او خېبرپښتونخوا ځينې ښارونو کې مېشت وو او پوليسو يې په کورونو چهاپې ووهلې او ویې اېستل.
دوی وايي اوس د تورخم پولې د لارې په افغانستان کې خپلو کورونو ته ستنېدل غواړي ولې چې ماشومان او ناروغان يې سخت مشکل سره مخ دي.
یوه افغانه مېرمنه، زرينه بي بي وي او اې ډيوه ته وايي: «دلته مونږ خپل وطن ته نه پرېږدي چې ستانه شو او چې چرته مونږ پراته وو هلته هم ډېر ستونزو سره مخ وو."
هغه زياتوي، دوی سره تذکرې شته خو په دې یې نه پرېږدي. زرینه بي بي څلور بچیان لري چې ټول ګونګیان دي. هغه وایي اوس ورسره پیسې هم نشته چې چا ته یې ورکړي او افغانستان ته د تګ اجازت ترلاسه کړي.
افغان کډوال وايي څه ۴۰ نه تر ۵۰ پورې کورنۍ په تورخم کې ايسارې کړی شوې دي او تور لګوي ځينې کسان ترې د يو کس په سر پېنځوس زره (50000) روپۍ د سرحد نه د اوښتو دپاره غواړي.
په تورخم کې د پاکستان د مرکزي پلټنې ادارې - اېف آی اې - يو چارواکي وي او اې ډيوه ته وويل هغوی کډوالو ته د قانوني اسنادو بغیر، اجازه نه شي ورکولی او د مرکزي داخله چارو وزارت په وينا به يې پرېږدي.
د اېف آی اې دا چارواکی وايي، د هغوی ادارې يو کس هم کډوالو نه پيسې نه دي غوښتي.
یو بل افغان کډوال، بلال احمد وي او اې ډيوه ته وویل هغوی نن درېيمه ورځ ده چې تورخم کې پراته دي او نه يې په تذکره او نه يې په کارډونو خپل وطن ته پرېږدي.
هغه تور لګوي چې چاسره دلته ملاؤ شو، نو څوک دېرش، څوک څلوېښت او څوک پنځوس زره روپۍ غواړي او "مونږ سره د کرايه روپۍ هم نشته."
د پاکستان حکومت د لوی اختر نه وړاندې د څلورو ورځو د پاره تذکره لرونکو افغان کډوالو ته د تورخم پولې د لارې خپل وطن ته د ستنېدو اجازه ورکړې وه او دې موده کې څه شل زره (20000) کسانو پورې کسان له سرحده اووښتي وو.