واشنګټن - د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټولټنبرګ د ګل/دوشنبې په ورځ وویل، د ترکیې صدر رجب طیب اردوان دې ته راضي شوی چې نېټو کې د سویډن د شاملېدو پروټوکول به "په ممکنه فوري توګه" د ترکیې پارلېمان ته ولیږي او د دې په یقیني کولو کې به مرسته وکړي چې پارلېمان هغه منظور کړي.
سټولټنبرګ دا اعلان وروستو له هغه وکړه چې په لېتوانیا کې د نېټو د سرمشریزې غونډې نه یوه ورځ وړاندې صدر اردوان د سویډن له وزیراعظم اولف کرېسټرسن سره ملاقات وکړ. په نېټو کې د سویډن د شاملېدو چاره د یوه کال راهېسي د ترکیې د اعتراضونو له امله ځنډول شوې ده.
سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل: "دا یوه تاریخي ورځ ده، ځکه مونږ سره د ترکیې یوه واضحه وعده ده چې د تصدیقولو دستاوېزات به قامي اسمبلۍ ته وړاندې کوي او د اسمبلۍ سره به په دې هم کار کوي چې د دې دستاوېزاتو منظورېدل یقیني کړي."
د ګل/دوشنبې ورځې په سهار، په داسې حال کې چې نېټو غوښتل د عوامو په مخ کې د اوکراین د ملاتړ په خاطر خپل اتحاد څرګند کړي، د ترکیې صدر رجب طیب اردوان وویل چې که په نېټو کې شامل د یورپي اتحاد غړي هېوادونه په هغه اقتصادي اتحاد کې د ترکیې د شاملېدو لاره هواره نه کړي، انکارا به په نېټو پوځي اتحاد کې د سویډن د شاملېدو خنډ وګرځي.
د اردوان دغه حېرانوونکي اعلان، په نېټو کې د سویډن د شاملېدو په اړه غیریقیني صورتحال کې نوره هم اضافه راوستله. ترکیې په نېټو کې د سویډن د شاملېدو مخه په دې هم نیولې وه چې اردوان ویل هغه ملک د کوردي بېلتون پالو ډلو او نورو ډلو په وړاندې ډېره نرمه رویه کوي. اردوان دغه ډلې د ترکیې قامي سلامتیا ته خطر ګڼي.
د نېټو په سرمشریزه غونډه کې د برخه اخېستو دپاره د دې اتحاد د هېوادونو مشران، لکه د امریکې صدر جو بایډن او نور، د لېتوانیا پایتخت وېلنیوس ته رسېدلي دي. د ترکیې صدر هم وېلنیوس ته ورسېد او د رسېدو سره سم یې اول د سویډن د وزراعظم سره وکتل او بیا یې د یورپي کونسل له صدر چارلز مېشل سره یې ملاقات وکړ.
مېشل وروستو په یو ټویټ کې وویل چې د اردوان سره یې د ترکیې او د یورپي اتحاد ترمنځ د همکاریو په پراخېدو او د تعلقاتو په بیا مضبوطه کولو خبرې وکړې.
ترکیه په یورپي اتحاد کې شاملېدو ته کاندید ده، مګر په دې اړه خبرې اترې د کال ۲۰۱۸ راهېسي په ټپه ولاړې دي، چې وجه یې د اردوان په صدارتي دوره کې د جمهوري اقدارو محدود کېدل، د قانون د انفاذ په اړه فکرمندۍ او د بشري حقونو خلاف ورزۍ او همداراز د یورپي یونین د یو ممبر، قبرس سره د ترکیې لانجې ګڼل شوي دي.
بل اړخ ته د ترکیې مختلفو بهانو چې په نېټو کې د سویډن شاملېدو مخه یې نیوله، د امریکا په شمول د نېټو اتحادیان بې صبره کړي و. د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې بایډن او اردوان په دې اړه سره خبرې کړي او په لېتوانیا کې به هم په دې باب بحث وکړي.
سولېوان زیاته کړه، وایټ هاوس یقیني دی چې سویډن به په نېټو اتحاد کې شامل شي، خو چې دا کار هر څومره ژر وشي، نو بهتره به وي.