لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي امریکې نه پاتې شوې وسلې یې په هیڅ یوه ډله نه دي خرڅې کړي


په افغانستان واکمنو طالبانو دا دعوې رد کړي چې ګنې امریکې اؤ ناټو نه افغانستان کې پاتې شوې وسلې طالبانو په نورو ډلو خرڅې کړې دي.

د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي هغوي دامریکا نه دپاتې شوؤ وسلو د خرڅون دعوې په کلکه سره ردوي.

تېره اوونۍ (Small Arms Survey) په نامه په سویس کې مېشت سازمان او د افغانستان سولې څار په خپل راپور کې لیکلي وو چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسلو دخرڅولو اؤ اخستلو عمل روان دی.

دغو دوو سازمانونو ویلي، چې دغه څېړنیز راپور د 2022م کال په وروستیو کې په هلمند، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې چمتو شوی او د دوی څېړونکو په دغو دریوؤ ولایتونو کې د وسلو شپږ بازارونه لیدلي او داسې اسناد یې ترلاسه کړي، چې ولسي وګړو او سیمه ییزو وسلو پلورونکو ته صادر شوي دي.

خو د دوشنبې په ورځ دافغان طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر لیکلي "په امریکا کې د ځینو کړیو ادعا چې ګني اسلامي امارت هغه وسلې او تجهیزات چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتي شوي، پر نورو جهتونو پلورلي دي، حقیقت نه لري او موږ یې په کلکه ردوو"

هغه ویلي د بهرنیو ځواکونو له وتلو او دطالبانو له حکومت جوړیدو وروسته ټولې وسلې، تجهیزات او وسائط د هیواد په ډیپوګانو او ذخائرو کې محفوظ شوي او هیچاته اجازه نشته چې آن یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري.

د ښاغلي مجاهد په وینا "دا ډول پروپاګند د هغو تنش طلبه او مغرضو کړیو دسیسه ده چې په افغانستان کې روان ثبات او کنترول نشي زغملای او په ړواندې یې پروپاګند کوي"

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش د یو راپور په خپرولو سره تایید کړه چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې او پوځي تجهیزات له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د امریکې اؤ ناټو نه افغانستان کې د پاتې شوؤ وسلو په اړه یاد سازمان پخپل رپورټ کې ویلي چې دره ادم خیل اؤ پېښور کې د وسلو خرڅوونکو له دغو څیړنیزو سازمانونو سره په تماس کې دعوه کړې ده چې د امریکا پوځي وسلې اؤ نور مهمات خرڅوي.

په راپور کې راغلي"په افغانستان او پاکستان کې د وسلو پلورونکي د امریکې د پوځي تجهیزاتو، چې M4 او M16 ټوپکونه، د شپې تیاره کې د لیدلو او حرارتي دوربینونه او نور شیان پکې شامل دي، په خرڅولو کې ډیر احتیاط کوي"

په هالنډ کې میشت د تروریزم سره د مبارزې نړیوال مرکز هم مخکې ویلي وو چې د وسلو او پرمختللو پوځي تجهیزاتو هغو لویو زیرمو ته چې امریکا او ناټو افغان ځواکونو ته ورکړي وو د طالبانو لاس رسي په سیمه کې جدي امنیتي اندیښنې رامنځ ته کړي او داسې ویره شته چې د دغو وسلو یوه برخه د سیمه ییزو ترهګرو ډلو لاس ته ورشي.

(دې رپورټ کې ځینې معلومات د وي او ای اشنا نه اخستل شوي دي)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG