واشنګټن – چارواکي وايي، ټول هغه شپږ واړه کسان مړه شوي چې پنځه پکې د مکسیکو سیلانیان او یو نیپالی پيلوت و او هیلي کوپټر یې د نهې یا سې شنبې په ورځ په نیپال کې ایوریسټ غره ((Mount Everest ته څېرمه وغورځېده.
دغه هیلې کوپټر په لیماجورا سیمه کې غورځېدلې. د سیمې یوې اداري چارواکې بسنتا بهارتي ویلي، ټول مړي موندل شوي او له سیمې وړل شوي.
د نیپال د هوایي چلند ادارې په یو بیان کې ویلي، چې په مکسیکویانو کې دوه سړي او درې ښځې وې.
د ژغورنې دوه هیلې کوپټرې د پېښې ځای ته تللي او بیا مړي یې کتمندو ته رسوي.
دغه سیلانیان د نړۍ تر ټولو هڅک غره څوکې لیدلو ته ورغلي و. تر اوسه د الوتکې د غورځېدو د پېښې علت په اړه معلومات نشته.
خو د هوايي ډګر یو چارواکي ساګر کډېل ویلي چې د هوا د حالاتو له امله د الوتکې پلان شوې لاره بدله شوې وه.
دا عادي خبره وي چې د موسمي او درنو بارانونو پر وخت الوتنې وځنډېږي او یا یې لاره بدله شي.
د سیلانیانو او یاد غره ته د تللو فصل په مې کې پای ته رسېدلی او په دې ورځو کې غرونو ته د سیلانیانو الوتنې ډېرې کمې وي ځکه هوا صافه نه وي او له اټکله وتلو حالاتو سره خلک مخ کېدلی شي.